وسلوالو طالبانو د جلال الدین حقاني د زوی بدرالدین حقانې د وژنې راپورونه رد کړل.
طالبانو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې د نوموړي د وژنې ادعا دروغ بللې او لیکلي یې دي، چې نوموړی روغ جوړ دی.
پخوا تردې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي و، چې د حقاني شبکې یو مهم مشر بدرالدین حقاني په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
د افغانستان د استخباراتو یوه مسوول د نوم د نه خپریدو په شرط د بدرالدین حقانې وژنه تایید کړې ده.
بلخوا پاکستانیو چارواکو ویلي، چې د نوموړي د وژنې په اړه تحقیقات کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس(آوا)