دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۱
د مطلب کود : 51018
د خوست په اسماعیل خیلو ولسوالۍ کې نن سهار یوې چاودنې دوه تنه پولیس ووژل
د خوست چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په اسماعیل خیلو ولسوالۍ کې نن سهار یوې چاودنې دوه پولیس ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

د خوست ولایت د عامه اړیکو مسول بریالي روان ازادي راډیو ته وویل، چې پولیس د یوه کشف شوي ماین د انتقال په حالت کې وو، چې د یادې ولسوالۍ په سربند سیمه کې پرې وچاودید.

د یو بل خبر له مخې نن سهار په لغمان کې هم یوې چاودنې د ملي اردو یو سرتیری وواژه او یو بل یی ټپي کړ.

وسله والو طالبانو د خوست د پیښې مسولیت اخیستی، خو د لغمان د چاودنې په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4xqp.2bqss8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته