ایساف په هلمند کې د وسلوالو طالبانو د یوه مهم مشر د وژلو او په پکتیا کې یي د حقاني شبکې د یوه جګ پوړي قومندان د نیولو خبر ورکړ.
د ایساف مطبوعاتي دفتر له خوا نن په یوه رالیږل شوي اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه وژل شوی قومندان میرجان لالا نومیږي او افغان او بهرنیو ځواکونو ته حملې پلانولې.
په اعلامیه کې زیاته شوی، چې د هېواد په جنوب کې د پوځي عملیاتو په لړ کې ۶۰۰ سوه کیلو ګرامه انفجاري توکي او د سړک غاړي ماینونه یي کشف کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)