دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 52803
څلور تنه ترهګر طالبان د ملي پولیسو ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۳ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، پکتیا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،څلور تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپیان او ۱۵ تنه یی د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ او مهمات چې په هغو کې دوه میله پیکا ،یومیل کلاشینکوف ، دوه ډزه د د درنو وسلو مرمې ، یوکړې ماین ، یو پایه مخابره اویوه موټر سایکل شامل دې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmcdt.w6d0xaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته