دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 67751
حامد کرزی: طالبان د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي
په کابل کې د سترې محکمې د مامورانو پر موټرو شوې چاودنه افغان حکومت او امریکا وغندله.
دغه برید چې مسوولیت یې طالبانو اخیستی، پکې نژدې شپیته تنه وژل شوي یا ټپیان شوې دي.

د افغانستان جمهوري ریاست په خپرې کړې خبر پاڼه کې وویل، چې په کابل کې د سترې محکمې د ودانۍ له وره سره شوې چاودنې دا ثابته کړه چې طالبان د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دي.
دغه چاودنه چې پرون نژدې پنځه سوه کیلومتره د امریکا سفارت ته څیرمه وشوه پکې اوولس تنه ووژل شول او نهه دیرش نور ټپیان شول.

د امریکا سفارت دا چاودنه وغندله او په یوې خبر پاڼه کې یې وویل، هغه کسان په دې چاودنه کې په نښه شوې دي چې د یوه ښه افغانستان لپاره کار کوي. په خبر پاڼه کې وړاندې راغلي دي چې امریکا د افغانستان له حکومت او خلکو سره د ترورزم ضد جګړې کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
مازدیګر تر چاودنې وروسته د کابل د امنیه قومانداني د جنایي تحقیقاتو د څانګې مشر جنرال محمد ظاهر وویل، چې اکثر قربانیان د سترې محکمې مامورین دي چې د ورځې په اخره کې له کاره کورونو ته ستنیدل.
پولیسو وویل، چې د برید کوونکو موټر سترې محکمې ته نژدې له سړک سره ولاړ و، چې کله د مامورینو موټر راووت دغه موټر پسې ورغی او د مامورینو له دریو موټر سره یې چاودنه وکړه.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی. دوی غربي اژانسونو ته ویلي دي، که چیرته د افغانستان قضاییه قوه طالبان په اعدام محکوموي دوی به نور بریدونه هم د قضایه قویې پر مامورینو وکړي.
د افغانستان په زندانونو کې په سلګونو طالبان شته چې افغان او ناټو ځواکونو د جګړې پر مهال نیولې دي.
دا برید په داسې ورځ وشو چې تر دې چاودنې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتو استازي یان کوبیش پر طالبانو او نورو یاغي ډلو انتقاد وکړ چې په روان میلادي کال کې اکثر ملکي تلفات دوی اړولي دي.

یان کوبیش د بریدونو د زیاتیدو د علت په اړه خبرې غونډې ته وویل: «دا بریدونه د دې لپاره په قوت دوام لري، چې وسله وال مخالفان د ملکیانو خوندیتوب، د قانون حاکمیت او نړیوالو بشري قوانینو ته پام نه کوي. دا ډیر حساس کال دی ډیر ژر به افغان ځواکونه د ټول هیواد امنیتي چارې او مشري په غاړه واخلي، نو مخالفان هڅه کوي، چې دا ثابته کړي چې افغان ځواکونه د دې وړتیا نه لري چې دا کار وکړي»
د ملګرو ملتو په وینا د جنوري له میاشتې د جون تر شپږمې په افغانستان کې درې زره دوه نوي ملکیان وژل شوې یا ټپیان شوې دي چې دا د تیرکال دغې مودې د ملکي تلفاتو په پرتله څلرویشت په سلو کې زیات دي. 
سرچینه: ازادی رادیو
https://avapress.com/vdcdf509.yt05k6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته