دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 52997
حامدکرزي د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ له مشرانو او دیني عالمانو سره
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، دکندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل.


په دغه کتنه چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، حاجي نیک نظر او محمد شفیق د نورو په استازیتوب د روغتیا، برېښنا او سړکونو په برخه کې خپلې سیمه ایزې ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.


ویناوالو د ارغنداب په ولسوالۍ کې په پاخه او اساسي ډول د سړکونو او د کندهار په ښارکې د یو پینځه سوه بستریز سمبال روغتون د جوړیدو وړاندیز وکړ.

دوی همدا راز د ډهلې پر بند او د ارغنداب سیند پر استنادي دیوالونو باندې د پیل شوي کار د چټکتیا غوښتنه وکړه.


حامدکرزي د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د مشرانو او دیني عالمانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل لپاره یې د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل، د فواید عامې وزارت معین او یو شمېر نورو اړوندو چارواکو ته چې په غونډه کې حاضرو، لازمې لارښوونې وکړې.

سرچينه : د صدای افغان خبر ی آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcjahei.uqe8hz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته