کندهار ولايت سږ کال د اوولس نيم مليون ډالرو انار بهر ته صادر کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونې مرستيال عبدالباقي وايي، چې سږ کال په کندهار کې د انارو توليد زيات شوی او له دې ولايته دېرش زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.
د عبدالباقي په وينا اکثره انار پاکستان ته صادر شوي خو نژدې څلور زره اووه سوه ټنه له بسته بندۍ وروسته دوبۍ، روسيې او هند ته صادر شوي، چې له درکه يې افغانستان ته پنځه مليونه او دوه لکه ډالره په لاس ورغلي دي.
ويل شوي چې په تېر يوه کال کې په کندهار کې د امنيتي وضعيت ښه والي د انارو په توليد او صادراتو باندې مثبت اغېز کړي دي.
سرچینه: ازادی رادیو

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)