دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 58699
هلمند: وسلوالو مخالفینو په ګرشګ ولسوالۍ کې یو منځنۍ ښوونځی سوځولی
د هلمند ولایت چارواکي وايي، چې وسلوالو مخالفینو د دې ولایت په ګرشګ ولسوالۍ کې یو منځنۍ ښوونځی سوځولی دی.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوال غیرت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، د ابوالفتح بوستي په نوم دا منځنی ښوونځی چې د ګرشک په بازار کې موقعیت لري پرون ناوخته د وسله والو مخالفینو له خوا سوځول شوی او وروسته یې ماینونه هم په کې ځای په ځای کړي دي.

ښاغلي وزیري دا هم وویل، چې نن سهار د پیښې د پلټنې لپاره د ملي امنیت په ورغلي پلاوي باندې دا ایښودل شوي ماینونه چاودلي چې دوه تنه په کې ټپیان شوي دي.

دا ښوونځی چې لس ورځې د ژمنیو رخصتیو لپاره تړل شوی وو پکې څلور نیم زره شاګردانو درس لوست.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceop8n.jh8voi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته