د افغانستان کابینې د شنبې په ورځ په یوه ځانګړې غونډه کې پریکړه وکړه؛ چې د کانونو قانون به د را روانې دوشنبې په ورځ تصویب کړي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر د شنبې په ورځ په یو خبر پاڼه کې وویل؛ چې د افغانستان کابینې په یوې ځانګړې غونډه کې د کانونونو قانون د هیواد په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي بهیر کې مهم قانون وباله او په اصولو کې یې تایید کړ.
د ولسمشر کرزي د ویندوی له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي؛ د ولسمشر کرزي په مشرۍ کابینې په خپلې ځانګړې غونډې کې د کانونو او عدلیې وزارتونو ته دنده وسپارله چې په دې قانون کې دې د دوشنبې تر ورځې ځینې بدلونونه او اصلاحات راولي او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې دې وروستۍ مسوده د تصویب لپاره وړاندې کړي.
په دې بدلونونو کې چې کابینې یې سپارښتنه کړې؛ دا دي چې، د کانونو د استخراج لپاره دې مقیده داوطلبي په عومي توګه له قانون څخه وایستل شي او د قانون روحیه یې دې داسې ترتیب کړي؛ چې په کې د کانونو د سپړنې په هر ډول قراردادونو او جوازونو کې د عامې داوطلبۍ اصل د اساسي معیار په توګه په نظر کې ونیول شي.
همدارنګه کابینې سپارښتنه کړې ده، چې په قانون کې دې له کانونو څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره جدي او کافي ضمانتونو ځای کړی شي.
د تیرې جولای میاشت کې د افغانستان کابینې د کانونو د قانون مسوده رد کړې وه او ویلي یې وو، چې په قانون کې د بهرنیو د ګټو په وړاندې د افغانستان ملي ګټې نه دي خوندي شوې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)