دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 60956
حامدکرزی د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته ولاړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریـت جمهوررئیس حامدکـرزی د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مـشرۍ د "سولې او انسان پالنې" په نوم د نوروز په نړیوال جشن کې د ګډون په موخه، نن له غرمې مخکې د ترکمنستان پایتخت عشق آباد ته ولاړ.
حامدکرزی به ترکمنستان ته د خپل دوه ورځني سفر په لړکې د نوروز په نړیوال جشن کې پر ګډون سربېره د ترکمنستان او تاجکستان له جمهورو رئیسانو او په دغه جشن کې د یو شمېر نورو برخه والو هېوادونو له مشرانو سره وګوري او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.
تېرکال د نوروز نړیوال جشن د تاجکستان هېواد په پایتخت دوشنبې او له هغه وړاندې د ایران هېواد په پایتخت تهران کې لمانځل شوی و.
د هېواد له جمهوررئیس سره په دغه سفرکې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر
سپنتا، د فوایدعامې وزیر نجیب الله اوژن، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار ډاکتر محمد یحیی معروفي، په دیني چاروکې د جمهوررئیس سلاکار مولوي محمد جوره طاهري، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر د ریاست مرستیاله میرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.


--
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9n09.yt0zk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته