دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 62127
جمهوري ریاست: د ملکیانو د وژنې پيښې به پر سولې او امنیت منفي اغیزې وکړي
جمهوري ریاست وایې، په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې پيښې به پر سولې او امنیت منفي اغیزې وکړي.
تر دې مخکي د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي وه چې، په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې دوام به د سولې روان بهیر له خنډ سره مخ کړي.
دا پداسي حال کې ده چې د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د ناټو په هوايي حمله کې شپږویشت کسان ووژل شول چې یوولس پکې ماشومان او شپږ نور یې مېرمنې دي.
افغان ولسمشر له دې وروسته یوه دولتي پلاوي ته دنده وسپارله چې سیمې ته ولاړ شي او پیښه له نژدې وڅیړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfeydv.w6d00az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته