دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۰۸:۱۹
د مطلب کود : 62587
د ۱۳۹۳ کال د نوروز د جشن نمانځلو کمیسیون غونډه وکړه
د ۱۳۹۲ کال د نوروز د جشن نمانځلو کمیسیون لومړۍ غونډه در یکشنبی په ورځ د کابل ښار په شمال لوېدیځه څنډه بادام باغ کې جوړه شوه. په یاده غونډه کې د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ، د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي عبیدالله عبید، د کرنې وزیر ښاغلي آصف رحیمي، د ښاري پراختیا وزیر ښاغلي حسن عبداللهی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ښاغلي غلام نبي فراهي، د عامې روغتیا وزارت مرستیالې مېرمن ناجیه طارق، کابل ښاروال ښاغلي یونس نواندېش، د بهرنیو چارو وزارت استازي او د کمیسیون ددارلانشا استازو برخه اخیستې وه.
د غونډې پرانیستنه د کمیسیون مشر او د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو او د غونډې د اجنډا په بیانولو سره وکړه. ښاغلي وردګ خوښي څرګنده کړه،چې افغانستان له خپلو ټولو ویاړونو سره سره یو ځل بیا ددې فرصت ترلاسه کړ، چې راتلونکی کال د نوي کال پیل او د نوروز ورځ په نړیواله کچه او ځانګړو مراسمو سره ونمانځي او له دې لارې خپل اصلي هویت، افتخارات او عنعنات نړۍ ته ور وپېژني.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس د ۵۹۲ ګڼې فرمان او د وزیرانو د محترمې شورا د ۱۳۹۲-۰۱-۱۲ مې نېټې پرېکړې پراساس به د ۱۳۹۳ کال د نوروز جشن، چې په کې به د بهرنیو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران او استازي برخه اخلي په کابل کې ونمانځل شي. ددغه جشن د تیاریو لپاره د مختلفو وزارتونو په ګډون جوړ کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د جشن لپاره تیاریانې ژر تر ژره پیل کړي. په همدې موخه د کمیسیون مشر او د پوهنې جلالتمآب وزیر ښاغلي فاروق وردګ د ننۍ غونډې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې په دې اړه ورسپارل شویو دندو ته د لومړیتوب په ورکولو د افغانستان د هویت او فرهنګ په ښکاره کولو کې خپله ونډه ولوبوي.
د کمیسیون په لومړۍ غونډه کې د تیاریانو پر مختلفو مرحلو، د دندو پر سپارلو او د جشن د ځای د تیارولو په اړه، چې د ولسمشر له فرمان سره سم د پغمان تپه ښودل شوې بحث او خبرې وشوې. د کمیسیون غړي او د ښاري پراختیا وزیر په دې اړه د جشن د سیمې د جوړولو او عمران ابتدايي طرحه وړاندې او تشریح کړه، چې د کمیسیون د غړو تر وړاندیزونو او اړونده بدلونونو وروسته تصویب شوه. په دې طرحه کې د پغمان تپې پر سر د یوې ودانۍ، د تپې د شاوخوا پارکونو، میدانونو او مختلفو برخو او ترڅنګ یې د تاق ظفر د بیارغونې موضوعات شامل وو.
په عین حال کې کابل ښاروال هغو ستونزو او اسانتیاو ته اشاره وکړه، چې د جشن د ځای په تیارولو کې يې دده اداره لري. هغه څرګنده کړه، چې کابل ښاروالۍ له وړاندې د سیمې په زرغونولو، هلته د نیالګیو او بوټو په کینولو او ترڅنګ یې پغمان تپې ته د سړکونو په رغولو لاس پورې کړی، چې د جشن لپاره یې د لاښه برابرولو کار لاچټکتیا او امکاناتو ته اړتیا لري.
همدارنګه د کرنې او پراختیا او لوړو زده کړو وزیرانو هر یوه په خپل وار سره د کمیسون د کارونو د لاښه پرمختګ او د جشن د ځای د جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل، چې د کمیسیون د غړو او رییس لخوا یې ستاینه او منښته وشوه. ددې ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال غلام نبي فراهي هم د خپلو وړاندیزونو او طرحو ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې کمیسیون به وکړای شي ټول هغه کارونه چې په دې برخه کې په مخ کې پراته دې په ښه توګه ترسره کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د سیمې په تیارولو او د پغمان تپې په جوړولو کې باید ډېره پاملرنه دې ته وشي، چې د یادې تپې تاریخي او کلتوري اصالت خوندي او په داسې ډول جوړه شي، چې اصلي بڼه یې متضرره نه شي.
د کمیسیون مشر او د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ ډاډ څرګند کړ، چې دکمیسیون لخوا هر پورته کېدونکی ګام به د هیواد د اصلي هویت د څرګندولو او افغانستان ته د یوه بل ویاړ د لاسته راوړلو په موخه وي او د کمیسیون د غړو او ټولو چارواکو په مشوره به ټول کارونه داسې پرمخ ځي، چې نه یوازې داچې کومه خوا زیانمنه نکړي، بلکې دا وښيي، چې افغانستان د نوروز په شان د خپلو ملي جشنونو د پر جوشه نمانځلو توان لري. هغه د کمیسیون له غړو دا غوښتنه هم وکړه، چې د کمیسیون د چارو د پرمختګ د مسودې طرحه ولولي او په راتلونکې غونډه کې د یوه عملي پلان د طرح کولو لپاره خپل وړاندیزونه د کمیسیون غونډې ته راوړي.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د کمیسیون بله غونډه به د راتلونکې شنبې په ورځ کېږي.
د نن ورځې ناسته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetdv.w6d0caz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته