دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 65614
په عراق کې بېلابېلو چاودنو ۷۵ تنه ووژل
په عراق کې څو بريدونو، چې ظاهراً يې هدف سني مسلمانان وو، تر ٧٥ زيات کسان ووژل او په لسګونو نور ټپيان کړل.
دا روانه مياشت په دې هېواد کې يوه له خونړيو ورځو ګڼل شوې؛ چې د فرقوي جګړو وېره يې زياته کړې ده.
د بغداد په شمالي ښار بعقوبه کې دوو بمي چاودنو د سنيانو له يوه جومات نه بهر ٤١ کسان ووژل او تر ٥٠ زيات نور ټپيان کړل.
دغه راز د بغداد په سني مېشته سيمه عامريه Amariyah کې بيا يوې بلې بمي چاودنې شا و خوا ٢٠ کسان ووژل. دغه راز له فلوجه او ميدان څخه هم د خونړيو بريدونو او تلفاتو راپورونه ورکړل شوي دي. 
د پنج شنبې او چهارشنبې په ورځو هم په يو لړ بمي چاودنو کې چې شيعه ګان يې په نښه کړي وو؛ تر پنځوسو زيات کسان ووژل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxmem.uqeivz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته