دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 66622
چارواکي وایې، د پنجشیر په نننۍ پیښه کې یو پولیس او ۶وسله وال وژل شوي
د پنجشیر امنیتي چارواکي وایې، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په نننۍ نښته کې یو پولیس او شپږ حمله کونکي وژل شوي او څلور امنیتي ځواکونه ټپیان دي.
شپږ تنو وسله والو نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې د پنجشیر د والي د دفتر پر ودانۍ ډله يیزه حمله وکړه او کابو څلور ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت وکړ.

د پنجشیر د والي ویاند عبدالکبیر واثق ازادي راډیو ته وویل؛ چې دا نښته اوس پای ته رسیدلې:
(شپږ انتحاري حمله کونکي د ولایت مقام ته ننوځي. یو یې ځان الوزوي او زموږ یو پولیس وژني. مخکې تر دې چې نور هم دا ډول عمل وکړي، زموږ د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه ځي. )
خو د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا ادعا کوي؛ چې وسله وال لا هم مقاومت کوي او دغه راز وایي؛ چې امنیتي ځواکونو ته یې زیات تلفات ور اړولي دي.
امنیتي ځواکونه دا ادعا ردوي.
پر یاد ولایت کابو دوه کاله مخکې هم یوه ورته ډله يیزه حمله شوې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8mem.uqem8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته