دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 67280
ناټو له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په اړه موافقه وکړه
د ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په اړه موافقه وکړه.
د امريکا دفاع وزير له غونډې وروسته وويل له ۲۰۱۴ وروسته به ايټاليا او جرمني له امريکا سره په افغانستان کې متحد پاتې شي.

د ناټو له نوي پلان سره سم به د امريکا متحد ايالتونه د افغانستان په جنوب او ختيځ کې د نورو هيوادونو مشري وکړي خو جرمني او ايټاليا ته به د شمال او لوېديځ ماموريت ورله غاړې شي.
ترکيه په پلازمېنه کابل کې د رول پر منلو غور کوي.
خو تر اوسه پورې دا پوښتنه حل شوې نه ده؛ چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې ناټو څومره محارب پوځيان پرېږدي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawuni.49n0a1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته