دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 68496
کابل: پاکستان دې بندي طالب مشران راخوشې کړي
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستان څخه غوښتي، د طالبانو هغه مشران خوشې کړي چې د دوی په زندانونو کې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې؛ د دغو کسانو خوشې کیدل په افغانستان او یا هم قطر کې د سولې له مذاکراتو سره مرسته کولای شي.
که له یوې خوا افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستل کیدو په څرنګوالي تند غبرګونونه وښودل له بلې خوا یې له پاکستان څخه غوښتي چې؛ د طالبانو مشرانو له زندانونو خوشې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې؛ که پاکستان ریښتیا هم په عمل کې د افغانستان سولې له پر وسې سره مرسته وکړي نو په اوس کې تر ټولو ګټور ګام د هغو مطرحو طالب مشرانو خوشې کیدل دي چې د پاکستان زندانونو کې شپې سبا کوي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دوی ازادیدل به په افغانستان او یا هم قطر کې د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي.

په دې اړه په یو مطبوعاتي اعلامیې کې د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول تر ټولو مهم دی څکه په تیرو دولسو کلونو کې د طالبانو ټول مشران په پاکستان و او له هغه ځایه په افغانستان کې جنګ رهبري کاوه.

له پاکستان څخه د طالب مشرانو د خوشې کیدو غوښتنه افغان حکومت په داسې حال کې کوي چې دغه حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر پر څرنګوالي سخت غبرګونونه وښودل.

د همدې غبرګونونو په نتیجه کې امریکا اعلان وکړ چې؛ په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له نوم سره مخالفت دی.

پاکستان تیر میلادي کال شاوخوا شل طالب مشران د افغان حکومت په غوښتنه خوشې کړي و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiyni.49nao1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته