دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 71248
د زابل په ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر پیل شو
د زابل ولایت دانتخاباتودخپلواک کمیسون چارواکو نن اعلان وکړ چی د دې ولایت د مرکز تر څنګ په ولسوالیو کې هم پ درایی ورکونکولپاره دانتخاباتودثبت نام بهیررسمآپیل سو
د زابل ولایت دانتخاباتودخپلواک کمیسون ریس قدرت الله نقش بندی تاند ته وویل کی د دوی دثبت نام پروسه دیونارینه اویوښځینه مرکزپه درلودلوسره نن د زابل له خاک افغان ماسیوا په ټولوپه رسمی ټوګه پیل شوه نقش بندی زیاتوی چی دوی په پيلان کی لری چی څلویښت زره کسانوپوری دثبت نام کارتونه وویشی
د انتخاباتودخپلواک کمیسون ریس په خپلوخبروکی وویل چی دوړاندی ټولو ولسوالیوته د ضرورت وړ توکيی او پرسونل رسولی خو یوازی یوه ولسوالی خاک افغان پاته ده چې ریس یی علت د امنیت نشتوالی په ګوته کړ او ویی ویل امنیتی ارګانونوورته دزابل په ټولوولسوالیوکی دامنتی لحاظ ډادورکړی خوویلی چی په نږدی راتلونکی کی به دخاک افغان ولسوالی هم دامنیت ترپوښښ لاندی راولي اوکله چي دا ولسوالي امن شی دوي به ورته خپله د ثبت نام پروسه وغځوي
دانتخاباتودخپلواک کمیسون دچارواکوپه خبره په زابل کی کی نن داسدپرپنځمه دثبت نام پروسه پیل اودمیزان دمیاشتی ترپنځه می نیتی پوری چی دوی میاشتی کیږی دوام وکړی
د کمیسیون د مسوول په خبره په مرکز کلات ښار کې د نوم لیکنې بهیر دوې میاشتي وړاندي پیل شوی و چې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري به نور هم دوام ولري.

په زابل ولایت کی دانتخاباتودخپلواک کمیسون له لوری دثبت نام پروسه په داسی حال کی شروع کیږي چي نن دټول افغانستان په مرکزاوولسوالیوکی دثبت نام بهیرپه رسمي توګه پیل شو ترڅوهغه افغانان خپل نومونه ثبت کړی چی مخکیني کارتونه ورڅخه ورک شوي ،نوی اتلس کلن شوۍ ،اویاله مهاجرت څخه خپل هیوادته راستانه شوي وي

ټاکل شوې چې د راتلونکي لمریز کال د حمل د میاشتي پر ۱۶مه نیټه په ټول هیواد کې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو لپاره ټاکنې ترسره شي چې د کارتونو وېش هم یادو ټاکنو د تیارۍ په موخه ترسره کیږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjo8ea.uqevxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته