دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 72849
حامد کرزی به له پاکستانه د طالب بندیانو د خوشې کیدوغوښتنه وکړي

افغانستان د سولې عالي شورا وایي، پاکستان ته به د افغان ولسمشر د سفر پر وخت یو ځل بیا له هغه هېواد څخه د یو شمېر طالب بندي مشرانو د خلاصون غوښتنه وکړي.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوی په اجنډا کې د ځیني بندي طالب مشرانو نومونه شامل دي.
نوموړی د پاکستان له نوي حکومته غواړي، چې د سولې او همکاریو په اړه ژمنې په رښتینې توګه عملي کړي.
تمه کیږي، چې ولسمشر حامد کرزی د روانې اګسټ میاشتې په وروستیو کې پاکستان ته سفر وکړي. 
د سولې عالي شورا چارواکي وایي، چې پاکستان ته به د افغان ولسمشر د سفر پر مهال په خپله اجنډا کې له پاکستانه د ملا عبدالغني برادر په ګډون د یو شمېر نورو طالب بندي مشرانو د ازادولو غوښتنه وکړي.
که څه هم د سولې شورا نه وايي، چې د پاکستان له زندانونو څخه به د نورو کومو طالب بندیانو د ازادولو غوښتنه وکړي، خو څرګندوي، چې دغه بندي طالبان د سولې پروسې د بریا لپاره مهم دي.
د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پاکستان نوی حکومت باید دا ځل د طالب بندیانو د ازادولو لپاره رښتینې همکاري وکړي.
افغان حکومت او د سولې عالي شورا چارواکي په دې باور دي، چې که پاکستان وغواړي کولای شي د افغانستان د سولې له پروسې سره صادقانه همکاري وکړي.
دوي په دې برخه کې د پاکستان له زندانونو څخه د یو شمېر طالب مشرانو خوشې کیدو ته اشاره کوي او وایي چې؛ دا کار د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ باور زیاتوي.
تر دې پخوا پاکستانیو چارواکو رسنیو ته ویلي وه، چې شا او خوا ۲۰ تنه طالب بندیان یې له خپلو زندانونو څخه ازاد کړي دي.
خو دا معلومه نه شوه، چې ازاد شوي طالب مشران چیرې ولاړل، خو ځیني څیړونکي وایي چې؛ له ازاد شویو طالبانو څخه یو شمېر یې بیرته د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان په زندانونو کې د ملابرادر په ګډون، د ملا محمد عمر سیاسي سلاکار جهانګیروال، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزیر ملا عبیدالله، استاد یاسر او ځیني نور مشران بنديان دي، خو ویل کیږي، چې د استاد یاسر په څیر ځینې طالبان د پاکستان په زندانونو کې وژل شوي هم دي. د سیاسي چارو څېړونکي وحید مژده ازادۍ راډیو ته وویل، ممکن اوس هم پاکستان هغه طالب بندیان ازاد نه کړي، چې د پاکستان په زیان او د افغانستان په ګټه دي.
ټاکل شوې، چې د رواني میلادي میاشتې په وروستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړي.
د سولې شورا مسئولین وايي، له ښاغلي کرزي سره به په دې سفر کې د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر چارواکي هم ملګري وي.
افغان چارواکي وايي، ولسمشر کرزی به په دې سفر کې له پاکستانیو چارواکو سره پر سیاسي، اقتصادي، له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې او د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د صادقانه همکاریو په اړه خبرې وکړي.
که څه هم تر دې پخوا پاکستانیو چارواکو تل ویلي، چې له افغانستان سره یې په یادو برخو کې همکاري کړې، خو افغان چارواکو تل دا ویلي چې؛ پاکستان په دې برخه کې رښتینې همکاري نه ده کړې او دوه ګونی سیاست یې پرمخ وړی دی.

https://avapress.com/vdchw6nq.23nikdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته