د بدخشان چارواکي وایي چې؛ د دې ولایت د مرکز فیض اباد ښاروال جنرال نذیر محمد د ماین په یوه چاودنه کې ټپي شوی او څلور ساتوونکي یې وژل شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ ازادي راډیو ته وویل چې ښاروال نذیر محمد نن غرمه مهال بارک ولسوالۍ ته روان وو چې په موټر یې ریموټ کنټرول ماین وچاودید.
ښاغلي راسخ وویل چې نذیر محمد اوس په روغتون کې دی او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی .
تراوسه چا ددې پیښې مسولیت نه دی منلی
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)