دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۱ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 75131
د سمنګانو د ډبرو سکرو په کان کې وروستۍ پیښه د وسله والو پلان شوې دسیسه وه
افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت وايي؛ د دوی د تحقیقاتي پلاوي د معلوماتو له مخې د سمنګانو په ولایت کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې وروستۍ پیښه د وسله والو مخالفینو یوه پلان شوې دسیسه وه.
د دي وزارت ویاند رفیع صدیقي له ازادۍ راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل؛ مخکې له دې چې په دې کان کې چاودنه وشي؛ څو تنه وسله وال مخالفین د کان شاو خوا لیدل شوي و.
څو ورځې مخکې په سمنګانو کې د کان د یوې برخې د پریوتو په پیښه کې ۲۳ تنه و وژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.
وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcezz8f.jh8nxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته