راپورونه وایې چې؛ افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو نن غرمه مهال د کندهار د سپین بولدک په سیمه کې پر پوله نښته وکړه.
د سپین بولدک ولسوال حاجي عبدالغني نن له ازادي راډيو سره په مرکه کې دا نښته تایید کړه خو ویې ویل، چې کوم لورې ته په دې پيښه کې تلفات نه دي اوښتي.
ده زیاته کړه چې؛ تر جګړې وروسته یو تن پاکستاني سرحدي افسر د افغان سرحدي پولیسو له خوا اسیر نیول شوی دی.
افغان سرحدي ځواکونه تل شکایت کوي چې؛ وسله وال طالبان د پولي له اخوا پر افغان سرحدي ځواکونو حملې کوي.
دوه ورځې مخکې هم په همدې سیمه کې پر افغان سرحدي ځواکونو د وسله والو طالبانو په حمله کې یوولس پولیس وژل شوي وو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)