دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 75929
۲۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او۶۹۶ کیلوګرامه نشه یی توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، فاریاب ،بدخشان ، کندهار ، میدان وردک ، لوګر ، فراه او نیمروز ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۲۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۲ تنه ټپیان او۶ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې، مهمات او۶۹۶ کیلوګرامه نشه یی توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۲ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار ، غور او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه:
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۳ تنه د غلاکولو،سړې وژنې او نشه یی توکې د قاچاق په تړاوود کابل ښار د څلورمې ، اوومې او اولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي

https://avapress.com/vdcjhhea.uqei8z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته