دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۳۷
د مطلب کود : 77690
هندي کمپنۍ د حاجي ګک پر سر له سره خبرې غواړي
تاند- د افغانستان د کانونو وزارت نن وویل، د هند د پولادو د کمپنۍ په مشرۍ د دغه هیواد د شرکتونو کنسورشیم غواړي چې د افغانستان د حاجي ګک د وسپنې د کان د قرارداد پر شرطونو له سره خبرې وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان د کانونو د وزارت یوه چارواکي، د نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې د حاجي ګک پر کان د دواړو خواوو ترمنځ خبرې له یوې مودې راهیسي په ځینو دلایلو ځنډېدلي خو دا بهیر کاملاً لغوه شوی نه دی.
د حاجي ګک د وسپنې ارزښت نژدې یوولس ملیارد ډالره اټکل شوی دی.
پر کانونو بهرنۍ پانګونه د افغانستان لپاره خورا مهمه او یوازینۍ هیله ګڼل کېږي چې خپل اقتصاد پرې په پښو ودروي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې د هند د سټیل اتارټي کمپنۍ او د دوو هیوادونو د کانونو د چارو وزارتونو چارواکي یې ونه موندلی شوای چې د افغانستان د کانونو د وزارت د چارواکي پر څرګندونو رسماً نظر څرګند کړي.

افغان چارواکي پر حاجي ګک د دواړو خواوو د خبرو د ځنډېدو دلایل توضیح نه کړل.

دا کان په بامیان کې موقعیت لري چې د افغانستان یو تر ټولو امن او خوندي ولایت دی مګر په شواخوا کې یې امنیتي وضعیت خونده نه لري. که هندي متخصصان په دغه کان کې کار پیلوي باید د هوا له لارې ورشي.
کابو دوې میاشتې پخوا چینايی کمپنۍ، چې له افغانستان سره یې د لوګر د عینکو د کان په اړه قرارداد لاسلیک کړی و په قراداد کې د بیاکتنې او نویو شرطونو غوښتنه وکړه.
چینايي کمپنۍ په ۲۰۰۷ کال له افغانستان سره قراداد لاسلیک کړی و. چینایان اوس وايي چې هغه شرایط او امتیازونه نه مني چې په ۲۰۰۷ م کال یې افغانستان ته منلي ول.
د کانونو د وزارت د چارواکي په وینا د هند او افغانستان ترمنځ د حاجي ګک پر سر د خبرو په ځنډېدو کې د چینايي کمپنۍ انصراف هم رول لري. د ده په وینا چینايي کمپنۍ ویلي چې د اورګاډي پټلۍ نه جوړوي، د افغانستان حکومت ته د کال دوه سوه ملیون ډالره نه ورکوي او د برېښنا د تولید لپاره فابریکه هم نه جوړوي.
د افغان چارواکي په وینا د چین له خوا د اورګاډي د پټلۍ نه جوړېدا هم ممکن هندیان د حاجي ګک پر کان په پانګونې کې زړه نازړه کړي وي.
پانګوونکي عموماً په هغو هیوادونو کې چې امنیت یې تضمین او خوندي نه وي پانګونه نه کوي او که یې کوي هم په دې خاطر چې خطر په غاړه اخلي په داسي شرایطو یې کوي چې خورا زیات امتیاز ورته منل شوی وي.
ټاکل شوې وه چې چین له لوګر او کابل څخه د پاکستان ترپولې او دغه راز د افغانستان تر شمالي پولو پوري د اورګاډي ۹۰۰ کیلومتره پټلۍ جوړه کړي.
اټکل کېږي چې په حاجي ګک کې یو ملیارد او اته سوه ملیون ټنه وسپنه موجوده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgz39u.ak9uy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته