دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 78732
۱۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کنړ، ننګرهار ، لغمان ، تخار ، کندهار او زابل ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او۱۹ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیددونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۲ کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د بدخشان او نیمروز ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ تنه د غلا کولو په تړاود کابل ښار د پنځمې ، یولسمې او شپاړسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewf8f.jh8vxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې