دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 80051
د پاکستان صدراعظم محمد نواز شریف کابل ته راځي
د پاکستان صدراعظم نواز شريف نن افغانستان ته راځي.
افغانستان تمه لري چې دغه سفر به د سولې او پخلاينې په مسئله کې ډېره مرسته وکړي. د نواز شريف د سفر په تعقيب ټاکل شوې بله مياشت ولسمشر کرزى، د پاکستان رقيب هېواد هند ته سفر وکړي او له هندي چارواکو سره به د افغانستان پر وضعيت خبرې وکړي.
د سولې عالي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد ازادۍ راډيو ته وويل چې هند ته د ولسمشر کرزي سفر به د پاکستان هېڅ ډول عکس العمل ونه پاروي:
ولسمشر حامد کرزي تېرې مشورتي لويې جرګې ته په وينا کې وويل چې د افغانستان سوله د پاکستان او امريکا په لاس کې ده.
بله خوا هند د افغانستان له مرستندويانو ګڼل کېږي، چې په پوځي او نورو برخو کې يې له افغانستان سره زياته مالي مرسته کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8gbw.rhbgsp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته