دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 80109
په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د دوه قوماندانانو په
د میدان وردګو ولایت په سیداباد،نرخ،جغتو او مرکز میدان ښار کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان دڅلورو نورو ملګرو سره یوځای وژل شوي او زیات شمیر مهمات او چاودیدونکې توکې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي،همدا راز یو ملازم هم دمخالفینو له لورې په شهادت رسول شوی . د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په جنګجای او هاشم خیلو سیمه کې د هوایي برید او کورنیو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو سرګروپ په ګډون دوه تنه وژل شوي او پنځه حلقې د وسایطو ضدماینونه یې کشف او لمنځه وړي دي. د نرخ ولسوالۍ په سره قلعه سیمه کې تېره شپه د یوه هوایي برید په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان ملا نعمت الله چې مشهور په ګلپی وو،د یوبل ملګري سره یو ځای ووژل شو،همدا راز امنیتي ځواکونو یوه حلقه د وسایطوضد ماین پرته له کوم زیان اړونې لمنځه وړی دی. په ورته وخت کې په جغتو ولسوالۍ کې د کورنیو ګډو ځواکونو له لورې د نصرتپه نوم د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د مرکز میدان ښار په ممي خیلو سیمه کې کورنیو ګډو ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په زیات اندازه چاودېدونکې توکې او مهمات یې ترلاسه کړي،خو په تور یې څوک ندی نیول شوی . په یادو ترسره شویو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی . د یو بل خبر له مخې د نرخ ولسوالۍ په صد مرده سیمه کې د وسله والوطالبانو له لورې دیوه ښوونځي ملازم عبدالکریم په شهادت رسول شوی دی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1ydc.w6dxxaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته