دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 80123
د هند د بهرنيو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت له کندهار څخه ليدنه وکړه
دغه پلاوى، چي د هندد خارجه چارو وزارت سکرتر جنرال ايس کي سينها يې مشري کول تېره روځ کندهار ته راغلى او دلته يې له کندهار والي سره وليدل. د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، په دغه پلاوي کي د ياد سوي هيواد د بهرنيو چارو وزارت د لوړوپوړو ډيپلوماټاتو ترڅنګ په کابل کي د هندي سفارت استازو او په کندهار کي د سياسي نمايندګۍ جنرل کونسل هم برخه درلوده. د هيئت مشر S.K. Sinha له کندهار والي سره نن د هغه د کار په دفتر کي وکتل او هغه ته يې په دغه ولايت کي د وروستيو لاسته راړونو له خاطره مبارکي وويله. نوموړي زياته کړه، چي په خپل دغه دوه ورځني سفر کي يې د کندهار ښار بېلا بيلي برخي ليدلي او د مختلفو سکتورونو په اړه يې هر اړخيز معلومات تر لاسه کړي، چي خورا يې خوشحاله کړى دى. هغه همداراز يادونه وکړه، چي کندهار ته يې د سفر هدف له امنيتي او پرمختيايي چارو څخه له نژدې ليدنه او معلومات تر لاسه کول ول، چي دې هدف ته رسېدلى او د حالاتو پر ښه کېدو باندي خوښ دى. ښاغلي سينها له کندهار والي سره په خبرو کي وويل، چي ددوى کونسلګرۍ اوسنى موقعيت سم نه دى او دوى غواړي، چي د کندهار د ادارې لخوا مشخصي سوي ډيپلوماټيکي ساحې ته انتقال سي. دغه هيئت له کندهار والي سره تر ليدني وروسته په ترنک فارم کي د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون څخه هم ليدنه وکړه. کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له يادو سوو لوړپوړو هندي ډيپلوماټانو سره په خبرو کي وويل، چي دوى د دوستو هيوادونو د سياسي نمايندګيو لپاره يوه ډيپلوماټيکه ساحه مشخصه کړې او هند هيواد هم کولاى سي، چي سر له اوسه هغې ساحې ته انتقال سي. نوموړي همداراز زياته کړه، چي دوى د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون په ارتباط هم معلومات وړاندي کړ ل او زياته يې کړه، چي دوى ټول ترتيبات نيولي او په نژدې راتلونکي کي به يې افتتاح کړي. کندهار والي وويل، چي د کندهار-بولدک له عمومي لاري څخه تر پوهنتون پوري درې کيلو ميتره خامه سړک دى، چي دغه به هم ډېر ژر په پاخه او اساسي ډول ورغول سي. هغه يادونه وکړه، چي د زراعتي علومو دغه پوهنتون به د افغانستان په اوو زراعتي زونونو کي څانګي هم ولري او د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کي به محصلين وروزي. ښاغلي ويسا له کندهار هوايي ډګره د نړيوالو الوتنو په اړه هم خبري وکړې او له راغلي هندي هيئته يې غوښتنه وکړه، چي له دغه هوايي ميدان څخه د اير انډيا هوايي شرکت د پروازونو د شروع کېدني په باب هم له اړوندو مقاماتو سره د لازمو اجراآتو په هدف موضوع شريکه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbf8bw.rhbg5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته