دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۸
د مطلب کود : 80373
"که امنیتي تړون لاسلیک نه شي ناټو به خپل ټول عسکر له افغانستانه وباسي"
د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وايي؛ که افغان ولسمشر له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ دا تړون به له ۲۰۱۴ کال وروسته خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. 
راسموسن پرون ناوخته په بروکسل کې خبریالانو ته وویل؛ له دې تړون پرته به ناټو ونه شي کولی چې؛ له افغان حکومت او خپلو متحدانو سره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو راتلونکی پلان ترتیب کړي. 
د نوموړي په وینا، د دې تړون د ځنډ په صورت کې ناټو نه شي کولی؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت لپاره یو مناسب پروګرام ولري. خو د ناټو مشر هیله څرګنده کړه چې؛ ولسمشر کرزی به د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون ژر لاسلیک کړي. په همدې حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "جین ساکي" وویل؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون به د مخته تګ لپاره یوه لاره؛ څو د دواړو هیوادونو شراکت پراخ شي. د جین ساکي په وینا، د دې تړون په لاسلیک کېدو سره به له افغانانو ملاتړ کیږي؛ چې په خپل هېواد کې دایمي سوله اوپرمختګ ولري. خو نوموړې زیاته کړه چې، په دې برخه کې ځنډ د افغانستان په ګټه نه دی: "د راتلونکو انتخاباتو وروسته د دې تړون د لاسلیک ځنډول مناسب نه دی. 
دا کار به افغانانو ته هغه ډاډ چې؛ انتخاباتو ته په نزدې بحراني میاشتو د خپل راتلونکې په يې باید ولري، ورنه کړي. دا به امریکا او د ناټو متحدانو هم له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کېدو د تنظیم او ترتیب زمینه برابره نه کړي. همدې ته په پام سره موږ خپل پیغام ته دوام ورکو." بل لورته په ناټو تړون کې د امریکا استازی وايي؛ که ولسمشر کرزی له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي؛ نو له خپل هېواد سره به له ۲۰۱۴م کال وروسته د میلیاردونو ډالرو مرسته یقیني کړي. "ډوګلس لیوټ" د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل؛ د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ امینتي تړون په ځنځیر کې لومړني کړۍ ده او دا به له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې ناټو خپل محارب ماموریت پای ته رسوي؛ له افغانستان سره د څه د پاسه اتو میلیارده ډالرو پوځي او اقتصادي مرستې ته لاره هواره کړي. په همدې حال د ناټو یوه لوړ رتبه مقام د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ که ولسمشر کرزی له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي؛ نو دا تړون چمتو دی چې، له افغانستان سره اږودمهاله ستراتیژیک تړون وکړي. دغه مقام چې د نوم له یادولو يې ډډه کړې؛ وویل، له افغانستان سره د اوږودمهاله ستراتیژیک تړون له مخې به ناټو له ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان څلور اډې جوړې کړي. امنیتي تړون: تمه کیږي چې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون مساله نن او سبا په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د خبرو یوه مهمه موضوع وي. بل لورته وسله والو طالبانو د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په مساله کې د ولسمشر کرزي له دریځ خپل ملاتړ ښودلی دی. طالبانو د دوشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې ویلي؛ هیله من دي چې د ولسمشر کرزي دا دریځ د افغانستان د خلکو د ستونزو د پای لپاره وي. ولسمشر کرزي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه ټینګار کړی چې؛ تر کومې متحده ایالاتو د ده شرطونه نه وي؛ منلی دی، به ورسره په اوس وخت کې امنیتي تړون لاسلیک نه کړي.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcippav.t1auy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته