دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۸
د مطلب کود : 80726
پاکستان اوس درک کړې چې له افغانستان سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري
د سولې عالي شورا وایي چې، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د عملي همکاریو چوکاټ د جوړېدو په حال کې دی.
د دې شورا د دارلانشا مشر معصوم ستانکزي نن له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ پاکستان اوس دا درک کړې چې له افغانستان سره له همکارۍ پرته بله لار نه لري.
ښاغلی ستانکزی وایي چې، طالبان هم د پردې ترشا په دې هڅه کې دي چې؛ روانه جګړه پای ته ورسوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcai0na.49nwu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته