دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 80907
هېګل په افغانستان کې د پاکستان پر رول له نوازشریف سره خبرې وکړې

تاند- د امریکا دفاع وزیر چک هېګل نن په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره د بې پېلوټه الوتکو د حملو او په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې.
دا په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان ته د امریکا د دفاع وزیر لومړنی سفر دی. هېګل د افغانستان له دوه ورځیني سفره وروسته پاکستان ته لاړ.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې چک هېګل د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د دغه هیواد د پوځ له نوي لوی درستیز جنرال راحل شریف سره ولیدل.
د امریکا او پاکستان اړیکې د بې پېلوټه الوتکو د حملو او د پاکستان په خاوره کې د وسله والو طالبانو د پناهځایونو پر سر ترینګلې دي.
هېګل له نوازشریف سره په کتنه کې وویل، پاکستان او ګاونډی یې افغانستان په خپل منځ کې ډېر مشترکات او ګډې ګټې لري او دی هیله لري چې پر سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي، صدراعظم نواشریف د امریکا له دفاع وزیر سره په خبرو کې، صدراعظم نوازشریف د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د حملو پر دوام ژوره اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې د بې پېلوټه الوتکو حملې د تروریزم او افراطیت پرضد د دوی پر هلو ځلو منفي اغېزې شیندي.
یوه جګپوړي امریکايي چارواکي وویل، د متحدو ایالتونو دفاع وزیر غواړي چې له پاکستان سره د امریکا دفاعي مشارکت لا ژور کړي او له دغه هیواد سره د امریکا د مرستو پر دوام ټینګار وکړي.
ده، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، دا هم وویل:«د دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ځینې ستونزې شته او هېګل هیله لري دا مشکلات لېري شي.»
په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزارت مامورینو هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي و چې پاکستان ته د هېګل د سفر په درشل کې له افغانستان څخه پاکستان ته د ناټو په وسایلو بار لارویو پرمخ د تورخم لار پرانستل شوې ده.
په خیبر پښتونخوا کې د بې پېلوټه الوتکو د حملو په اعتراض کې د تورخم لار د ناټو پر کاروانونو بنده شوه.
د ناټو چارواکي وايي، د موټر چلوونکو ژوند ته د خطر له کبله نه غواړي چې د تورخم له لارې د ناټو وسایل له افغانستان څخه ولېږدول شي.
له هېګل سره پاکستان ته په سفر تللیو امریکايي چارواکو وویل چې قراردادیان لا هم د بې پېلوټه الوتکو د حملو په اعتراض کې د مظاهره چیانو په پارېدو اندېښمن دي او د تورخم لاره لا نه ده پرانستل شوې.
له پاکستان سره امریکا له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پوري د څه باندې شپاړس ملیارده ډالرو امنیتي مرستې کړي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbz9bw.rhbggp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته