دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 86252
کرزي د کونړ د پېښې له امله بهرنی سفر ځنډولی
له ارګ ماڼۍ نه خپره شوې وينا پاڼه کاږي، چې ولسمشر حامد کرزي په کونړ ولايت کې د ۱۹ افغان سرتېرو وژنه غندلې ده.
په خبرپاڼه کې ولسمشر حامد کرزي يو ځلې بیا پر پاکستان غږ کړی، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې په ګډه مبارزه وکړي، ځکه د دواړو هېوادونو د ثبات لپاره ګواښ دی.
خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر حامد کرزي کونړې د پېښې له امله د سريلانکا هېواد ته خپل نننی سفر ځنډولی دی.
طالبانو ويلي بريد دوی کړی دی.
تر دې مخکې د کونړ والي شجاع الملک جلاله ويلي و، چې د وسله والو په يوه بريد کې د ملي اردو لږترلږه ۲۰ سرتېري وژل شوي دي.
ښاغلی جلاله ويلي وسله والو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر هغه يوه پوسته بريد کړی، چې له ۳۰ تر ۳۵ پورې سرتېري په کې وو.
ده په سيمه کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کرياب ته ويلي، په دغه برید کې د ملي اردو اته سرتېري وسله والو له ځان سره بېولي او د جګړې په ډګر کې د دوو وسله والو جسدونه هم پاتې دي.
شجاع الملک جلاله وايي ښايي د پوستې په سرتېرو کې د طالبانو نفوذي کسان و او مخالفينو د همدوی پر مټ دغه بريد پلان کړی وي.
مخکې تر دې د کونړ امنيه قومندان عبدالحبيب سيدخيل ويلي و، چې بريد د شپې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شوی دی.
ده ويلي و په برید کې ۱۲ کسه وژل شوي، خو د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم بي بي سي ته ويلي و په بريد کې ۱۹ افغان سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور لادرکه دي.
د افغانستان د دفاع وزارت پېښه تاييد کړې او د دغه وزارت وياند ظاهر عظيمي بي بي سي ته وويل بريد د افغان او بهرنيو وسله والو له لوري د ملي اردو په دوو پوستو شوی او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
خو د کونړ والي بيا وايي بريد پر يوه پوسته شوی دی.
د دفاع وزارت له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې برید نن (يکشنبه، ۲۳ فبروري) سهار وختي څلور بجې شوی دی.
تر دغې پېښې مخکې افغان حکومت د پاکستان هغه ادعاوې ناسمې بللې وې چې ګواکې د پاکستاني طالبانو له لوري ۲۳ پاکستاني سرتېري د افغانستان په خاوره کې وژل شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauuna.49nim1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته