دخپریدو نیټه :شنبه ۳ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 86117
ولسمشر کرزی سریلانکا ته په درې ورځني سفر ځي
تاند- د سریلانکا دولتي رسنیو  وویل چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی به د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۳مه/ په درې ورځني رسمي سفر سریلانکا ته ورشي.
د سریلانکايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، کرزی د دوو هیوادونو، چې د سارک یا د سیمه ییزو همکاریو لپاره د جنوبي اسیا د ټولنې غړي دي، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف سریلانکا ته سفر کوي.
د افغانستان ولسمشر به د کولمبو د سفر په ترڅ کې له خپل سریلانکايي ساري مهیندا راجاپکسا او نورو دولتي چارواکو سره وویني.
د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دې هیواد ته د ښاغلي کرزي د سفر په لړ کې به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په کولمبو کې د افغانستان سفارت پرانستل شي.
حاضردمه په هند کې د افغانستان سفارت په سریلانکا کې د افغانستان د غیرمقیم سفارت په توګه دنده اجرا کوي.
د سریلانکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د افغانستان ولسمشر به د دوشنبې په ورځ د سریلانکا د جګړې اتلانو ته د درناوي لپاره د هغوی پر څلي د ګلانو ګېډۍ کښېږدي.
حاضردمه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ پېژندګلوي او اړیکې د کرکټ تر حده دي. د افغانستان د کرکټ لوبغاړي په وروستیو کې د تمریني لوبو لپاره سریلانکا ته لاړل.
په نړۍ کې د افغانستان د کرکټ مطرح کېدو مرسته کړې چې د سریلانکا خلک له افغانستان او نوم سره یې پېژندګلوي پیدا کړي.
https://avapress.com/vdca06na.49ni61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته