دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۳۲
د مطلب کود : 86410
ترکمنستان له افغانستانه د ناټو پوځیانو پر وتلو اندېښنه نه لري

تاند- د ازبکستان، تاجکستان، قرغیزستان او قزاقستان په شمول د منځنۍ اسیا ټول هیوادونه د سږ کال په پای کې له افغانستانه د ناټو پوځونو په وتلو اندېښنه لري خو په دې منځ کې یوازې ترکمنستان څه نه وايي.
ترکمنستان، چې له افغانستان سره پوله لري، په ظاهره اندېښنه نه څرګندوي چې له افغانستانه د نړیوالو پوځیانو له وتلو وروسته به تاوتریخوالی دغه هیواد ته هم وغځېږي.
داسي ښکاري چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمد اوف ډاډه ښکاري چې هیواد به یې له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته اغېزمن نه شي.
نیویوروپ خپرونه وايي، د ترکمنستان له لوري د اندېښنې نه څرګندېدا باید څوک حیرانه نه کړي ځکه چې طالبانو تراوسه پوري ترکمنستان ته کوم خبرداری نه دی ورکړی.
تر کومه ځایه چې د دوو هیوادونو په اړیکو پوري اړه لري ترکمنستان او افغانستان تېر کال دوبی یوه دېرش کلنه موافقه لاسلیک کړه چې پراساس به یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.
له ترکمنستان سره د افغانستان بله مهمه موافقه د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدا په اړه وه چې پراساس به یې د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ د افغانستان له لارې له تاجکستان سره نښلول کېږي.
نیویوروپ خپرونه وايي، سره له دې چې دا د ترکمنستان مثبته بېطرفي ده خو دا پالیسي دا هیواد د منځنۍ اسیا په نورو هیوادونو کې منزوي کوي.
د جینز ډیفنس اوونیزې د شناند متیو کلیمینټس په وینا د ترکمنستان د امنیتي او پوځي ځواکونو ظرفیت ټیټ دی او د دې لپاره چې ترکمنستان د ډله ییز امنیتي تړون په شان په سیمه ییزو امنیتي چوکاټونو کې شامل نه دی، د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو د ځواکونو په شان یې د روسیې له لوري ملاتړ نه کېږي.
ښاغلي کلیمینټس همداراز وویل:«دا خبره سمه نه ده چې پر دوی به حمله نه کېږي او دوی به ځواب ویلو ته اړتیا نه پیدا کوي.»
د ده په وینا، که پر ترکمنستان حمله وشي او یا یې په خپله خاوره کې طالب پلوه سخت دریځي پیدا شي، څوک به نه وي چې دا هیواد یې مرستې ته وروبولي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdcgzt97.ak93q4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته