دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 87071
محسني: د ولایتي شوراګانو د ۴۰۰ هغو کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړل پیل شوي چې شک پرې کیږي
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د څلور سوو هغو کاندیدانو د تحصیلي اسنادو څیړل پیل کړل چې شک کیږي جعلي دي.
د دې کمیسیون ویاند نادرمحسني نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دغه لست دوی ته د پوهنې وزارت ورکړی دی.
نادر محسني وایي، چې د پوهنې وزارت په دې لیږل شوي لست که د ولایتي شوراګانو نهه سوه کاندیدان شامل دي.
د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو انتخاباتي کمپاینونه تیره ورځ په رسمي توګه پیل شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdca6wna.49n001xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته