د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، ۲۶۲ مخالفین یې نیولي، چې غوښتل یې د تیرې شنبې ورځې انتخابات ګډوډ کړي.
د دې ریاست ویاند لطف الله مشعل نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې دغه شمېر کسان د انتخاباتو له ورځې څخه وړاندې په څلویښتو ورځو کې په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي دي.
نوموړي وویل، چې دغه کسان د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه دې کارونو ته هڅول شوي وو:
″طالبانو، حقاني شبکې، جندالله ډلې، د سلفیانو نوی تائسیس شوې ډلې او نورو تروریستي کړیو، د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې څخه هڅه کوله، چې د انتخاباتو او انتخاباتي کمپاینونو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.″
مشعل زیاته کړه، چې دوی له انتخاباتو مخکې د پنځه شپیتو موټر بم چاودنو مخه هم نیولې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)