دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۱۷
د مطلب کود : 92635
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان شارژدافير احضار کړى
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافير د اعتراض په ډول احضار کړى او د سرحدي سرغړونې په تور يې ورته احتجاج کړى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د شنبې په ورځ ناوخته په يوې خپرې شوې پاڼه کې راغلي:
"د شنبې په ورځ شاوخوا 200 وسله والو د افغانستان له خاورې څخه په باجوړ ايجنسۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر امنيتي پوستې بريد کړى؛ چې په ترڅ کي يو پاکستانى سرتېرى وژل شوى او ۲ نور ټپيان شوي دي."
د پاکستان پوځي مقامات ادعا کوي، چې وسله والو ډيورنډ کرښې ته څېرمه په باجوړ ايجنسۍ کې د پاکستانيو ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى؛ چې په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې همداراز ويل شوي؛ چې پاکستان له افغان خاورې څخه د سخت دريځه وسله والو د بريدونو له امله خواشينى دى؛ موږ دا موضوع په وار وار له افغان دولت سره شريکه کړې ده او هيله لرو، چې په دې لړ کې به ګټور ګامونه پورته کړاى شي؛ څو په راتلونکي کې د دې ډول پېښو مخنيوى وشي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له افغان ډيپلوماټ څخه غوښتي؛ چې حکومت يې بايد پر ګډې پولې د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې د افغان سفارت شاژدافير احضار کړى؛ چې د افغانستان د کونړ ولايت چارواکي وايي؛ چې د شنبې په ورځ ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د پاکستان جنګي هليکوپترونو هوايي بريدونه کړي؛ چې په ترڅ کې يې ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
څلور ملکیان وژل شوي:
د کونړ والي شجاع الملک جلاله يوې خبرې غونډې ته ويلي؛ دغه هوايي بريدونه ډيورنډ کرښې ته څېرمه په واړه او لوي ګوريګا سيمې کې شوي؛ چې په خبره يې څلور ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
د چارواکيو په وينا، کونړ کې له تيرې يوې اوونۍ راهيسې د پولې له بلې خوا راوېشتل شويو توغنديو له امله ۵ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.
دوى همداراز وايي، چې د دغو بريدونو له امله تراوسه شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ وتي دي.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر کونړ د پاکستان د هوايي ځواک بريدونه ردوي او وايي، چې دوى په کونړ کې په ملکي وګړيو بمباري نه ده کړې؛ بلکې هوايي ځواک يې هغه وسله وال په نښه کړي؛ چې له پولې پورې غاړې نه يې د پاکستان پر امنيتي پوستې بريد کړى و.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه شاوخوا۲۶۰۰ کيلومټره اوږده پوله پرته ده؛ چې د ډيورنډ کرښې په نامه يادېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې هېواد به يې د دې پولې د خونديتوب لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په خبره يې، چې پاکستان هڅه کوي چې د افغان ولسشمريزو ټاکنو د دويم پړاو پر مهال دا پوله ارامه و خوندي وساتي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس ( آوا)
https://avapress.com/vdccpeqo.2bqi18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته