دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 93672
د امریکا پوځ د باو برګډال د ورکېدو په اړه څیړنې پیل کړي
امریکايي سرتیری باو برګډال چې پنځه کاله مخکې په افغانستان کې نادرکه شوی او بیا د طالبانو په لاس ورغلی و؛ تېره میاشت له پنځه کلن بند وروسته له ګوانتنامو زندان څخه د پنځو طالب بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ازاد شو.
دې مسالې چې نوموړی څنګه په افغانستان کې نادرکه او د یوازیني امریکايي بندي سرتیري په توګه د طالبانو لاس ته ورغی؛ په امریکا کې ګڼې پوښتنې راپورته کړي دي.
د دوشنبې په ورځ امریکايي چارواکو وویل چې؛ پوځ د باو برګډال د ورکیدو په اړه څیړنې پیل کړي دي.
د امریکا پوځ په یو بیان کې ویلي؛ پوځي څیړونکو خپلې څېړنې له هغو واقعیتونو او شرایطو را پیل کړي چې، پنځه کاله مخکې د باو برګډال د نادرکه کېدو پر مهال په پکتیکا کې د نوموړي په پوځي اډه کې ورسره مخ و.
پوځ ویلي، چې د دې څیړنو مسوولیت د جنرال کینټ ډال پر غاړه دی.
د برګډال درمنله:
د طالبانو له بنده خوشې شوی باو برګډال دا مهال په تکزاس کې په یو روغتیايي مرکز کې تر درملنې لاندې دی. نوموړې تر هغې پورې له چا سره د مرکې کولو اجازه نه لري؛ څو چې د پوځي متخصصانو یو ډلې نوموړی د مرکې لپاره چمتو نه وي بللی.
د بو برګډال درملنه په هغه روغتیايي مرکز کې روانه ده؛ چېرې چې له جګړې څخه د راستنو شویو سرتیرو درملنه کیږي؛ څو فزیکي او رواني وضیعت یې ښه شي او بېرته عادي ژوند پیل کړي.
د امریکا پوځ وايي، له دې سرتیري به تر هغې پوښتنې ګرویږنې پیل نه کړي؛ څو چې هغو کسانو چې درملنه یې کوي؛ د دې کار اجازه نه وي ورکړي.
همدارنګه د امریکا پوځ وايي چې؛ د دې سرتیري د ورکیدو د څرنګوالي په اړه د څیړنو د بشپړیدو ته کومه ټاکلې موده هم نه ده ټاکل شوې.
۲ ستوري لرونکی امریکايي جنرال:
د رویټرز خبري اژانس د دې اوونۍ په پای کې راپور ورکړی و؛ چې یو دوه ستوري لرونکی امریکايي جنرال د دې څیړنو لپاره ټاکل شوی دی.
امریکايي بریدګی باو برګډال د ۲۰۰۹م کال د جون په دېرشمه نېټه په پکتیکا کې له خپلې پوځي اډې نادرکه او وروسته د طالبانو په لاس ورغی. د نوموړي د ټولي ځینې غړي وايي چې؛ برکډال هغه مهال په خپله خوښه له خپلې پوځي اډې وتلی و.
خپله برکډال تر اوسه د خپلې نادرکۍ د څرنګوالي په اړه کومه تبصره نه ده کړې. پوځ هم تر اوسه پر نوموړي کوم تور نه دی پورې کړی.
نوموړی تیره میاشت د قطر د حکومت په منځګړیتوب له ګوانتنامو زندان څخه د پنځو طالب بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې د امریکا پوځ ته وسپارل شو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewp8o.jh8xfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته