دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 96110

د اوکراین په ختیځ کې جګړې د دې باعث شوي چې؛ نړیوال مفتشان د یوې مالیزیایۍ الوتکې د نسکورېدو د پېښې په اړه د تحقیقاتو په مقصد اوکراین ته له تلو ډډه وکړي.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان مرستیال مشر "الکساندر هوګ" Alexander Hug چې په اوکراین کې د تفتیش د ماموریت مشري کوي؛ په دونېڅک کې خبریالانو ته وویل، دوی اورېدلي چې په سیمه کې جګړه روانه ده:
"موږ په ساحه کې له خپلو کسانو نښې نښانې ترلاسه کړي چې؛ وايي، هلته جګړه روانه ده. موږ دا خطر په ځان نه منو چې هلته ولاړ شو او معلومه کړو چې آیا دا خبره رښتیا ده کنه."
د هالنډ صدراعظم پرون د دې خبر له خپرېدو وروسته د الوتکې د نسکورېدو ساحې ته د نړېوالو د پوځي ماموریت د استولو طرح رد کړه. مارک روت دا پلان غیرواقعي وباله او ویې ویل، پرېکړه یې دا ده چې، د اوکراین په کړکېچ کې د نړیوال ماموریت ښکېل کېده به ښايي خطرناک کار وي.
له دې مخکې ویل شوي وو چې، هالنډي او اسټرالیايي کارپوهان چې پولیس هم په کې دي؛ د بېلتونپالو له مشرانو سره د یوه توافق له مخې سیمې ته ورروان دي.
مالیزیا هم تېره ورځ اعلان وکړ چې؛ له اوکرایني بېلتونپالو سره یې موافقه کړې چې؛ نړیوالو پولیسو سیمې ته ورپرېږدي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس (اوا)
https://avapress.com/vdce7z8o.jh8pzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته