دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 97206
د بلخ والي عطا نور د کورنیو چارو وزیر د خپل کار په دفتر کې حضور ته ومانه
تاند- د بلخ والي عطا محمد نور په هیواد کې د ګډوډیو د پېښولو په اړه له پټکو وروسته د کورنیو او بهرنیو چارواکو د توجه په مرکز بدل شوی دی.
په وروستیو څو ورځو کې د امریکا د سفیر او د ملګروملتو د خاص استازي په شمول ګڼو بهرنیو او کورنیو چارواکو ورسره ولیدل.
ښاغلی نور نن سبا په کابل کې اوسي او د بلخ ولایت چارې یې خپل مرستیال ته سپارلي.
د بلخ والي د بریتانیا له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې د بلخ والي د بریتانیا له سفیر سره د خپل کار په دفتر کې دی هره ورځ له لسګونو خلکو سره ویني او د انتخاباتي جنجالونو په اړه ورسره خبرې کوي.
عطا محمد نور په خپله ویبپاڼه کې هره ورځ د هغو شخصیتونو د کتنو خبرونه خپروي چې د ده لیدو ته ورځي.
د عطا محمد نور په ویبپاڼه کې /سې شنبه/ ویل شوي چې نن ماښام د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزی د ده لیدو ته ورغی او ده د خپل کار په دفتر کې حضور ته ومانه.
ښاغلي نور ویلي چې له عمر داوودزي سره یې د هیواد پر عمومي حالاتو خبرې وکړې او د کندوز او فاریاب ولایتونو پر امنیتي وضعیت یې اندېښنه ښکاره کړه.
نور همداراز ویلي چې دواړو خواوو د دوو کاندیدانو ترمنځ د موافقې او د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو په اړه نظرونه څرګند کړل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcb05b9.rhbzgp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته