دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 97412
کابل د پاکستاني بندیانو د خوشي کېدا سپیناوی غواړي
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دوی ته له بګرام زندانه د پاکستاني بندیانو د خوشې کېدو جزئیات معلوم نه دي او په دې اړه یې له امریکا څخه د سپیناوي غوښتنه کړې ده.
راپورونه وايي چې د بګرام له زندانه ۹ پاکستاني بندیان خوشې شوې دي خو اوس هم نږدې ۱۵ نور پاکستانيان په بند کې دي.
د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې امریکا باید د بندیانو د دوسیو په اړه مالومات ورکړي چې څنګه پرته له محکمې خوشې شوې دي.
ښاغلي فیضي وویل چې د هېواد په روانو جګړو کې د پاکستانیانو رهبرۍ ته په پام سره د پاکستاني بندیانو خوشې کېدل ډېره مهمه مسله ده.
نوموړي وویل: "دا باید څرګنده شي چې دغه پاکستاني بندیان کله او څنګه نیول شوې وو او اوس ولې خوشې شوې دي".
ښاغلي فیضي زیاته کړه دا ضمانت نه شته چې خوشې شوي پاکستاني بندیان به بیا د افغانستان په نا امنه کولو او جګړه کې برخه وا نخلي.
تر دې وړاندې د افغانستان پر حکومت د بګرام له زندانه د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر نیوکې شوې وې.
داسې ویل کېږي چې ډېری خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته تللي او د هېواد په وروستیو نا امنیو کې لاس لري.
خو ښاغلي فیضي دا خبره رد کړه چې ګواکې د افغان حکومت له لوري خوشې شوي طالبان په وروستیو نا امنیو کې لاس لري.
نوموړي وویل چې د دغو تبلیغاتو موخه دا ده چې راتلونکی حکومت اړ شي یو ځل بیا بهرنیو ځواکونو ته د بمباریو او د افغانانو د نیولو او بندي کولو اجازه ورکړي.
دغه راز ښاغلي فیضي په خپلو خبرو کې وویل چې د افغانستان حکومت د یوې پروسې له لارې یوازې هغه بندیان خوشې کړي چې بې ګناه وو او دا چې مجرمین اوس هم بندیان دي.
د افغانستان حکومت په ۲۰۱۳ کال کې د بګرام زندان مسولیت له بهرنیو ځواکونو څخه واخیست خو بهرني ځواکونه اوس هم د بهرنیو بندیانو د ساتلو مسولیت لري.
ښاغلي فیضي د پاکستان په ګډون پر یو شمېر بهرنیو استخباراتي کړیو تور پورې کړ چې غواړي د افغانستان یو شمېر سیمې نا امنه شي او یا هم سقوط وکړي.
خو نوموړي ډاد څرګند کړ چې افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې د هېواد د هرې لوېشتې ځمکې څخه دفاع وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauyno.49n061xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته