دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 134048
عدالت د قومیت په ترازو کی!؟

تیر جمعه د صادق نیلی د کلنی مراسم چی یو جهادی رهبر وو جوړ سوی وو. په دا مراسمو کی چی ځینی خلګ او حکومتی کسان حضور درلودی ځینی کسان خبری وکړ او د جهاد او مقاومت د شهیدانو څخه یادونه وکړ، د خلګو د دلاوریو او رشادتونو څخه خبری وکړ. 
د مراسم د سخنرانانو څخه، ښاغلی سرور دانش د رییس جمهور دوهم معاون د ملی وحدت حکومت ته هشدار ورکړ: که اوسنی وضعیت سم نه سی په یو بل بحران به تبدیل سی. د ځینو پوهانو په باور، هغه اوسنی وضعیت چی ښاغلی دانش اندیښمند کړی دی، د ملی وحدت د کابینی د وزیرانو استیضاح دی چی د نماینده ګانو د مجلس لخوا صورت موندلی دی او ځینی وزیران د هغه مجلس د عدم رایو سره مخامخ سوی دی. 
د ښاغلی دانش په نظر هغه څه چی په هیواد کی د بحران لامل ګرځیدلی دی د هزاره قوم وزیرانو ته عدم اعتماد رای دی چی د نماینده ګانو څخه د یو څخه هم د اعتماد رای نه دی ترلاسه کړی او ګمان کیږی چی د دانش اندیښنه هم همدا دی چی په تدریج سره ټوله وزیران ددی قوم څخه د کابینی څخه خارج سی. 
د ښاغلی دانش په نظر هغه وخت چی بحران رامنځته کیږی چی هیڅ وزیر د هزاره قوم څخه په کابینه کی پاته نه سی. نو د همدی لپاره ښاغلی دانش د ملی وحدت حکومت ته هشدار ورکوی چی اوسنی وضعیت نه باید د کنترول څخه خارج سی چی خلګ د یو بل بحران سره مخامخ سی. 
ښاغلی دانش همداسی پر عدالت باندی ټینګار وکړ او وویل چی د بی عدالتی پواسطه به د ملی وحدت حکومت اهدافو ته نه سو رسیدلای! 
که څه هم ښاغلی دانش ددی وضعیت اصلی عاملانو څخه یادونه ونه کړ، خو بی ګمان د اشرف غنی سفارشونه د نماینده ګانو مجلس غړو ته ددی باعث سوی چی د مجلس د غړو چاړه لاس پیدا کړی او د وزیرانو په اخراج ګام پورته کړی. 
دا اندیښنه د ښاغلی دانش څخه په داسی حال کی څرګندیږی چی تقریبآ یو میاشت مخکی، د عرفانعلی د فوت د کلیزی په مراسمو د حکومت ساحی د قومی تعصب څخه پاک وبلل او ټینګار وکړ: هیڅ تعصب په ښاغلی اشرف غنی کی نه وینم! 
داسی لیدل کیږی چی د ښاغلی دانش اندیښنه په اوسنی وضعیت کی چی د بحران څخه رامنځته سوی دی، ددی برخی څخه دی چی اشرف غنی د کابینی وزیرانو څخه طرفداری او د هزاره وزیرانو د عدم اعتماد د رایو څخه مخنیوی نه دی کړی. 
هغه څه چی نظر لرونکی د ښاغلی دانش خبرو په وړاندی بی اعتماده کوی دادی چی برعلاوه پر دی چی هغه نوم او نشانه د فرهنګ او حقوق په برخه کی لری، تر اوسه نه پوهیږی چی دا حکومت پر قومی تبعیضاتو او تعصباتو باندی جوړ سوی دی او په قوی حکومت سره هیڅ ډله خپل حق ته نه رسیږی. 
هغه څه چی د عدالت نوم پر هغه باندی بنا سوی دی د عدالت څخه توهم دی نه عدالت. دا توهم عدالت دی چی ځینی وختونه د اشرف غنی وصف کوی او ځینی وختونه هم هشدار ورکوی که داسی ونه سی هغه به وسی. 
ښاغلی دانش پوهیږی چی د حکومت په کابینه کی د وزیرانو حضور میزان یواځی او یواځی نږدیتوب او سپردګی قومی سرانو سره دی نه دا چی د یو سالم رقابت په اساس انتخاب سوی وی او کابینی ته لاره پیداکړی وی. په داسی حال کی چی ډیر پوهان، زړه سواند او کارامد تر وجود لری چی د هغوی فاصله د قومی مشرانو څخه د قدرت څخه هم لاس لنډ کړی دی. 
بنا پردی که سرور دانش و پوهیږی که ونه پوهیږی، د قومی حکومت نفس، د عدالت څخه لیری دی. هغه څه چی په افغانستان کی جریان لری او د ملی وحدت د حکومت په نامه یادیږی خپله یو شکاره بحران دی. 
د حضرت مولانا جلال الدین بلخی په قول: ګرمیان مشک تن را جا شود؛ روز مردن ګند او پیداشود. 
د ملی وحدت د حکومت ګند شکاره سوی دی؛ خو متاسفانه دا د حکومت د سرانو کار دی چی دا ګند یا خرابی پټوی چی خلګ د هغه د بدبویی څخه لیری کړی او خلګ خطا باسی. 
اوس داچی حکومتی مقامات پوه سی که نه؛ زموږ هیواد په یو سیاسی بحران کی دی. که خارجی ملاتړ کوونکی نه وای نو اوس به د حکومت بنیادونه خراب سوی وای او دهغه څخه به کوم اثر پاته نه سی. 
اوس دا حکومت د یو مریض سره شباهت لری چی  دمصنوعی نفس سره ژوندی دی که دا نفس قطع سی دا حکومت به له منځه ولاړ سی. خو هغه څه چی د حکومت څخه انتظار کیږی دادی چی بی عدالتی ته سمه توجه وکړی، سم تمهیدات تر نظر لاندی ونیسی، ددی وضعیت څخه د دباندی وتلو لپاره لاری پیدا کړی. 
که داسی فرض کړو چی ستره محکمه د رییس جمهور په سفارش د اساسی قانون څخه یو تفسیر ارایه کړی چی د کابینی وزیران بیرته خپل وظایفوته پاته سی او خپل کار ته ادامه ورکړی. کوم زمانت وجود لری چی بیا دا تکرار نه سی او بل ځل داسی حادثه رامنځته نه سی او د ښاغلی دانش په وینا په هیواد کی بل بحران رامنځته نه سی؟
باید پوه سو چی قومی حکومت بنیاد د سره خراب دی.
د یو لسیزی څخه ډیر وخت شکاره کړی دی چی قومی حکومت د بحران څخه د دباندی وتلو لپاره یو لاره لری چی د غیری قومی حکومت بنیاد رامنځته کړی. 
دا چی دا حکومت څنګه رامنځته کیږی اود هغه عناصر کوم کوم دی؛ باید د پوهانو څخه مرسته وغوښتل سی تر څو د بحران سایه د همیشی لپاره د د هیواد او خلګو د سر څخه هیڅته کړی.

https://avapress.com/vdcfjjdycw6dmxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته