دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۹
د مطلب کود : 136036
د مسکو ناسته؛ مداخلت که د سولی د روند سره مرسته؟
ریاست جمهوری د طالبانو د استقبال په اړه په دری اړخیزه ناسته کی چی په مسکو کی جوړ سو وایی چی د هیوادو مستقیم اړیکی د مسلح ډلو سره د افغانستان د ثبات سره مرسته نه کوی او داسی اړیکی به کوم نتیجه ورنه کړی. دواخان مینه پال؛ د ریاست جمهوری د ویاند معاون وویل: د حکومتونو ترمنځ اړیکی باید د دولتونو د مناسباتو پر محور وی. تجربه شودلی دی چی د مسلح ډلو سره اړیکی د افغانستان د ثبات سره مرسته نه دی کړی او د امنیت د شورا د تور لیست څخه د نومونو پاکول د افغانستان د حکومت د تقاضا په اساس کیدلای سی او د افغانستان د حکومت څخه دباندی څوک ددی حق نه لری. د خارجی وزارت هم یو بل بیا ټینګار وکړ چی د طالبانو د رهبرانو د نومونو پاکول د سازمان ملل د امنیت د شورا د لیست څخه یواځی د افغانستان د حکومت حق دی. دا په داسی حال کی دی چی محمد سهیل شاهین: د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند په قطر کی ویلی دی چی د مسکو ناسته په یو ډول سره د هغه ډله د نظامی او سیاسی فعالیتونو ته رسمیت ورکول دی او همدی دلیل، ددی اقدام څخه استقبال کیږی. کارپوهان وایی چی هر ډول هڅه د مسلح ډلو سره د اړیکی لپاره د بین المللی عرف په اساس، د هیوادو په چارو کی مداخلت دی او په هغه صورت کی چی اړیکی د ملی دولت د اجازی او هماهنګی پرته وی، بیله شکه د مسلح ډلو څخه ملاتړ غیری قانونی دی. په دی اړه چی روسیه او چین د سازمان ملل د امنیت د شورا د دایمی غړو په حیث د طالبانو د رهبرانو د تحریمونو د ایسته کولو څخه د افغانستان د ملی دولت د هماهنګی پرته ملاتړ کړی دی، بیله شکه دا د کابل د رسمی سیاستونو سره مخالفت ښیی او په هیڅ صورت کی نه سی کولای په افغانستان کی د سولی او ثبات د رامنځته کولو لپراه موثره تمام سی. پوهان په دی اړه د اشرف غنی اظهاراتو ته شاره کوی چی دهغه په اساس، رییس جمهور د سازمان ملل څخه وغوښتل چی د طالبانو رهبران د تروریستی اقداماتو په وجه، تحریم کړی. دغه موضع ته په کتو سره، ټوله هیوادونه چی په ظاهر کی د افغانستان سره ملګری توب ښیی او زموږ د هیواد دسولی د روند لپاره هڅی لری، ملزم او مکلفه دی چی یواځی د افغانستان د سیاسی رسمی چوکات کی د سولی په برخه کی فعالیت او هڅه وکړی. روسیه، چین او پاکستان هم باید دهمدی نمونه څخه پیروی وکړی. په دی وصف سره، ځینی نور ناظران، دا یو خطرناکه مداخله وبلل او دروسیی او چین تصمیموه د طالبانو د رهبرانو د تحریمونو په ایسته کولو کی د افغانستان د سولی د روند لپاره خطرناک وبلل. ددی تحلیلګرانو په نظر، افغانستان په تیرو کلو کی دسولی په روند کی، یواځی په څو محدودو هیوادو لکه امریکا، پاکستان او نور عربی هیوادونو باندی تکیه وکړ د سولی په برخه کی دنورو بین المللی قدرتونو مشروع اهداف او منافع نادیده ونیوله. دا استراتژیک خطا په نهایت کی، هغه قدرتونه چی دسولی د روند څخه لیری پاته سوی وو مجبور کړ چی داسی محورونه منځته راوړی چی امکان لری په ځینو برخو کی د افغانستان د سولی او جنګ سره همخوانی ونه لری. د تحلیلګرانو په باور، د افغانستان د دیپلماسی دستګاه همدا منفی عکس العمل هم د همدی منافعوی تضاد څخه دی؛ د هغه بغیره، ددی نه مخکی هم هیوادونه یا هم سازمانونه د افغانستان سره د هماهنګی په نه کولو سره د ناستو په جوړیدو د افغانستان د سولی په برخه کی اقدام کړی دی او یا حتی مستقیم او یا پټ مذاکرات د طالبانو د نماینده ګانو سره کړی دی؛ خو هیڅ وخت دولت د هغوی په وړاندی دومره جدی عکس العمل نه دی ښودلی. د مثال په توګه کولای سو د پاریس و ناستی ته اشاره وکړو چی د یو سازمان لخوا منځته راغلی وو او په هغه کی، ډیر نماینده ګان او سیاسی او مدنی جناحونه دعوت سوله؛ خو د افغانستان د دولت څخه هیڅ نماینده وجود نه درلودی. د طالبانو د سیاسی استول سوو سفر وچین او پاکستان او نورو هیوادو ته هم دنورو بیلګو څخه دی. اضافه، د تیر حکومت په وخت کی هم حامد کرزی څو ځلی د پټ مذاکراتو څخه خبری کړی دی چی د طالبانو او امریکا او اروپا ترمنځ جوړیدی. دی تحلیل ته په کتوسره، هغه څه چی په مسکو کی ترسره سو، که څه هم دهغه په مداخلت توب کی کوم شک نسته؛ خو دا لومړی ځل نه دی او بل مسئله داچی ددی حادثی څخه په تقصیر سره د افغانستان د سولی په برخه کی رسمی سیاستونه دی چی مشروع اهدافو د لاسته راوړلو لپاره ورته فرصت نه دی ورکړل سوی.
https://avapress.com/vdcexp8zpjh8x7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې