دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۴۳
د مطلب کود : 152226
آمریکا او پاکستان؛ د افغانستان په وړاندی دوه لبه او یو قیچی
پاکستان نظامی استخباراتو پخوانۍ مشر ادعا کوی چی آمریکا په افغانستان کی د پاکستان نظامی حضور غوښتونکی دی.

 

 

 

اسد درانی؛ پاکستان جاسوسی سازمان پخوانۍ مشر د راشا تودی تلویزیون سره په خبرو کی وویل چی د آمریکا نوی استراتژی په اساس، واشنګتن د پاکستان څخه غواړی ترڅو په افغانستان کی نظامی حضور ولری.

 

اسد درانی دا هم ویلی چی د آمریکا نوی استراتژی کی د افغانستان او جنوبی آسیا په لپاره کوم بدلون نه دی راغلی.

هغه ویلی دی چی آمریکا غواړی په افغانستان کی نظامی حضور وساتی؛ خو سولی لپاره هیڅ برنامه نه لری.

ددی لپاره چی په دی پوه چی آمریکا د سولی لپاره هیڅ برنامه نه لری د آی اس آی استخباراتی سازمان پخوانی مشر اظهاراتو ته ضرورت نسته بلکه هغوی او اروپایی ملاتړ کوونکی یی افغانستان ته د یو خاص مقصد لپاره لشکر کشی کړی دی او ۱۶ کاله کیږی چی دا دولت او ملت په ګروګان کی نیولی دی.

خو د ځینی پوهانو په باور د آی اس آی پخوانی مشر ځینی اظهاراتو د دفت وړ دی. یو ددی خبرو څخه چی وایی: د آمریکا نوی استراتژی په اساس، واشنګتن د پاکستان څخه غواړی ترڅو په افغانستان کی نظامی حضور ولری.

د اسلام آباد پخوانی اطلاعاتی چارواک دا ادعا، که څه هم تر یو حده عجیب شکاری، خو د ذهن څخه لیری هم نه دی چی آمریکا د پاکستان څخه داسی غوښتنه کړی وی او په یو ډول وغواړی چی پاکستانیان مخکی تر مخکی د افغانستان په جنګ ښکیل کړی او له بل لوری په افغانستان کی پاکستانی ځواکونه خپل ګټو لپاره مصادره کړی او د سپين ماڼۍ مخکی تر مخکی اهداف په افغانستان او سیمه کی و آزمایی.

د افغانستان مسائلو پوهانو په باور، داسی تګلاره د آمریکا نوی پالیسی کی د پاکستان او افغانستان په وړاندی په پوره توګه د ردولو وړ نه دی او کیدلای سی چی حقیقت ولری.

بل موضوع، بل حقیقت دی چی د آی اس آی دا پخوانی مشر په خبرو کی په ښه توګه معلومیږی. هغه وایی: د آمریکا نوی استراتژی کی د افغانستان او جنوبی آسیا لپاره هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د پوهانو په باور، په دی برخه کی هم حق د پاکستان اطلاعاتی ارشد چارواکو سره دی؛ ځکه چی د آمریکایی چارواکو ادعاوو برخلاف چی وایی د آمریکا په راهبردی سیاست کی د افغانستان په وړاندی بدلون راغلی دی، خو په عمل کی تراوسه کوم څه داسی نه دی رامنځته سوی چی د افغانستان دولت او ملت په ګټه تمام سی.

شاید دا بدلون په افغانستان کی د آمریکایانو او هغوی شریکانو اوضاع ښه والی په برخه کی رامنځته سی چی دا طبیعی هم دی او د نورو هیوادونو کی هر مداخله کوونکی قدرت، هر وخت وضعیت سپکوی او درندوی او په خاصو وختونو کی پخوانی نظامی او جنګی استراتژیو بدلون ته اقدام کوی او پخوانیو روشونو پرځای د سیاست په پروسه کی نوی تګلاری ځای پرځای کوی چی ددی بدلونونو په ترسره کولو کی خپل هیوادونو په ګټه باندی فکر وکړی او نه هیواد دولت او خلګو لپاره چی ددی قدرتونو تر دخالت لاندی راغلی دی لکه د افغانستان دولت او ملت او همدارنګه نور هیوادونه چی د نورو قدرت او سلطه لاندی دی.

او په آخیر کی د آی اس آی پخوانی جنرال دا ادعا چی آمریکا غواړی په افغانستان کی نظامی حضور ولری او خپل ځای او پایګاوی په افغانستان کی ولری، خو د سولی لپاره هیڅ برنامه نه لری.

همدارنګه هغه ادعا کړی دی چی ډیر پوهان یی صحیح بولی او باور لری چی آمریکایان او هغوی متحدان نه اوس او نه هم هیڅ وخت د افغانستان سولی لپاره کوم برنامه درلودلی دی او نه به ولری او ددی مقصد لپآره افغانستان ته لشکر کشی نه دی کړی او دا حقیقت د افغانستان ملت او دولت په شمول ټول ورباندی پوهیدلی دی.

https://avapress.com/vdcdxx0f9yt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته