دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۷
د مطلب کود : 155478
په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان امنیتی وضعیت اټکل



د ۲۰۱۸ میلادی کال په شروع کیدو سره، د امریکا خارجی اړیکو شورا اکادمی په یو ګزارش کی، په نړۍ کی د بحرانونو او مناقشانو پروسی څیړلو ترڅنګ، لیکلی دی چی د خارجی سیاسی کارپوهانو ارزونو په اساس، نړۍ په ۲۰۱۸ کال کی د ۳۰ بحرانونو او کشمکش، لکه تاوتریخوالو او بی ثباتی د ډیروالی سره چی د طالبانو د شورش او په افغانستان کی د دولت احتمالی سقوط حاصل به وی، مخ وی.
ددی ګزارش په اساس، په راتلونکی میلادی کال کی د امریکا لپاره د کشمکشونو او مشکلاتو مخه نیولو اصلی ۸ لمړیتوبونو ته په کتو سره، په افغانستان کی د بی ثباتی ډیروالی او ددی هیواد دولت احتمالی سقوط د یو بین المللی ملاحظه په شان په جدی توګه تر ټینګار لاندی نیول سوی دی.
دا په داسی حال کی دی چی دونالد ترامپ خپل ۲۰۱۷ کال نوی استراتژی کی طالبانو نظامی فشارونو ډیریدو او پر پاکستان باندی سیاسی فشارونو ډيریدو اعلان وکړ؛ خو امریکا خارجی سیاست کارپوهان، د طالبانو تحرکاتو څخه تاوتریخوالی او بی ثباتی ډیروالی او حتی په افغانستان کی د دولت سقوط خبر ورکړی دی.
البته هغه څه چی په دی ګزارش کی راغلی دی یو وړاندوینه ده او د هر ډول وړاندوینې په شان تضمین نه لری چی داسی به رامنځته سی؛ په دی حال کی، که داسی فکر وکړو چی لاسته راغلی ارزونه په افغانستان کی رامنځته سی، لمړۍ نتیجه یی، د افغانستان امنیت په وړاندی د ترامپ نظامی استراتژی معکوس نتیجه او ناکارآمدی به وی.
دا همغه څه ده چی په حاضر حال کی هم چی یو څو میاشتی د ترامپ نوی استراتژی اعلان څخه د افغانستان او آسیا جنوب لپاره تیریږی، په روشانه توګه د لمس او لیدو وړ دی.
ددی استراتژی اجرایی عملیات شروع کیدو سره، په افغانستان کی د پاکستان ملاتړ لاندی تروریستانو خونړیزه ناامنی، څو برابره سوی دی. افغانستان امنیتی ځواکونه هم ډیر زیان لیدلی دی او تلفات یی ډیر سوی دی، کشفی او استخباراتی او همدارنګه هوایی ځواکونه هم لکه څنګه چی انتظار یی کیدله، پرمختګ او پراختیا نه دی کړی. د داعش خطر سربیره پردی چی ترامپ د بمونو مور په یو غیری نظامی سیمه کی، د افغانستان او امریکا سیاسی مبارزه په بهانه ددی تروریستی ډلی له منځه وړلو لپاره، اوس د هر کال څخه جدی او خطری حسابیږی او دا کار، سربیره پردی چی په عراق او سوریه کی د داعش انحرافی او خرافی خلافت ماتې څخه دی،په افغانستان کی د امریکا او امریکا ملاتړ هیوادونو امنیتی راهبردی ناکارآمدی پوری هم اړه لری؛ چی د روسی چارواکو ادعا وو سربیره په افغانستان کی د داعش تروریستی ډلی پياوړی کیدو او قدرت څخه سترګی پټوی.
له بل لوری، د واشنګتن چارواکو مکرر پاکستانی ضد موضع ګیریو سربیره د ترامپ نوی استراتژی اعلان وروسته، هیڅ ډول بدلون د پاکستان په چلند او رفتار کی د تروریزم په ملاتړ کی او افغانستان ناامنیو ته لمن وهلو کی، نه لیدل کیږی. شاید دلیل هم همدا وی چی هغه څه چی امریکایان په ژبه او کاغذ پرمخ مطرح کوی، په عمل کی کوم ډول تعهد یی په وړاندی ونه لری او په دی ترتیب، خپل وعدو او قولونو برخلاف عمل کوی چی د افغانستان خلګو سره د تروریزم مبارزی په برخه کی او پاکستان مقابلی لپاره ورکوی؛ همغه څه چی پاکستانی چارواکی په دی اخیرو کی د مایک پنس ترامپ معاون پاکستانی ضد اظهاراتو په غبرګون کی ویلی دی چی هغه څه چی امریکا موږ ته وایی خلاف یی افغانستان ته وایی.
په داسی شرایطو کی، د ترامپ اوسنۍ استراتژی په ماتې باندی محکوم دی او د امریکا خارجی اړیکو شورا له لوری وړاندوینه د افغانستان لپاره په ۲۰۱۸ کال کې به صحیح ثابت سی.
ددی نتیجی برخلاف ترسره کیدنه، هغه صلاحیت دی چی افغانستان دولت د هغه څخه برخمن دی. دولت کولای سی د امریکا سیاست څخه بی له کوم قید او شرط د پاکستان او طالبانو په وړاندی د افغانستان امنیت لپاره، یو څه ترسره کړی او ملی استراتژیک په اساس یو مستقل سیاست ولری او پاکستان څخه راولاړ بحرانونه د مسالمت آمیز او سیاسی لاری نه حل کړی؛ بیله هغه، لاس پرلاس کښینی او هغه تقدیر ته صبر وکړی چی امریکایان د افغانستان لپاره لیکلی دی.

https://avapress.com/vdcfetdycw6dtja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته