دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 123587
د عامې روغتيا وزارت او د ملګرو ملتونو شرکاوو د جندر د برابرۍ لپاره پر زیاتو هلوځلو غږ وکړ: د روغتیايي سکتور په ټولو برخو کې د زياتو ښځو ګډون ته
دافغانستان د عامې روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او نور روغتیايی شرکاوو نن په کابل کې د یوړ لړ مراسمو په ترڅ کې د ښځو د نړیوالې ورځې څخه لمانځنه وکړه. دعامې روغتیا وزارت چارواکو، د روغتیايی خدمتونو وړاندې کوونکو او مدني ټولنو بڼسټونو په داسې حال کې چې د افغانستان د روغتیايی خدمتونو د ښه والي په برخه کې دښځینه کارکوونکو ونډه خورا اغیزمن وباله، د جندر پر برابرۍ او د روغتیا په سکتور کې د ښځينه روغتیایي کارکوونکو د زیاتوالي په باب ټینګار وکړ.
دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز، د روغتیايی خدمتونو د پیاوړلي کولو او روغتیايی خدمتونو ته دانډول د لاسرسی په خاطر د لازییاتو ښځینه کارکوونکو پر ګمارنې ټینګار وکړ او ويې ویل: " ښځې کولای شي دعامې روغتیا وزارت په پروګرامونو، استراتیژیو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې خپله اغیزمنه ونډه ترسره کړي. عامې روغتیا وزارت دې ته ژمنه دی چې ښځو او نجونو ته د هغوی د ژوند په ټولو پړاونو کې د روغتیا سکتور په ټولو برخو کې په مناسبه او عادلانه توګه ونډه ورکړي. د روغتیا سکتور په ټولو برخو کې د ښځو دګډون زیاتوالې یو کلیدی لومړي توب دی چې پر هغې د ۲۰۱۶- ۲۰۲۰ کلونو لپاره د روغتیا په ملی استراتیژۍ او پالیسی کې ټینګار شوی دی.
د ملګرو ملتونو د وکړو صندو استازي ډاکټر"بانیت اندیانا بانگی" وویل: "د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دی ته ژمن دی چې د روغتیا سکتور په مدیرت او روغتیايی خدمتونو په وړاندې کولو کې د روغتیايي ښځینه کارکوونکو د ونډې په زیاتولي کې له عامې روغتیا وزارت څخه ملاتړ وکړي. ترهغې پورې چې د انجونو د زدکړو پر وړاندې پراته خڼدونه لرې نشی، دابه یوه لویه ننګونه وي چې په روغتیايی سکتور کې دښځینه کارکوونه د ګډون کچه لوړه شي. د قانوني عمر لاندې د انجونو د اجباري ودول چې په افغانستان کې تر ډیره بریده یو عام دود دی، د انجونو د ړدکړو پروړاندې یو لوی خنډ بلل کیږي.د نړۍ په کچه ۳۷ زره انجونې د ۱۸ کلن عمر لاندې په اجباري توګه ودیدېږي چې دغه کار په واقعیت کې دهغوی د اساسی انساني حق څخه سترګې غړول دي. نو له دې امله مونږ باید د ماشومانو د اجباري ودولو ته د پای ټکی کیدو.
دافغان میرمنو روغتیايی شاخصونه، په تیره بیا د جنسی او امیندواري په برخه کې تر ټولو ټیټه کچه په نړۍ لري. د دجنسیت پر بنیاد تاوتریخوالی يوه پراخه ستونزه چې پر ښځو رواني، امیندواری او فزیکي ناوړه پايلې لرلې شي. په تصمیم نیونه کې د جنسیت د نابرابرۍ او دښځو په خوځښت کې محدودیتونه، روغتیايي خدمتونو او معلوماتو ته دښځو د لاسرسي مخه نیسي. د ښځینه روغتیايي کارکوونکي کمښت د روغتيايي خدمتونو ته د ښځو مساوي لاسرسي په برخه کې خنډونه رامنځته کوي. د افغانستان د کلیو او لرو پرتو سیمو په روغتیايی مرکزونو کې یواځې ۵۳ سلنه ښځینه ډاکټرانې شتون لري.
د روغتیا د نړیوالې ادارې استاري ډاکټر ریچارت پیپرکورن وویل: د روغتیا سکتور په ټولو کچو او برخو کې دلازیاتو ښځینه متخصصینو او روغتیايي کارکوونکو ګمارلو ته جدی اړتیا لیدل کیږي. د ښځینه کارګوونکو د عادلانه ګمارلو په برخه کې او همداراز د ښځینه روغتیايی کارکوونکو دخوندي کاري چاپیریال په پالیسیو کې مونږ لازیاتې پانګونې ته اړتیا لرو. تبعیض او ځورونه اوس هم یوه لویه ننګونه ده چې باید پروړاندې جدي مبارزه وشي. ښځې باید وهڅول شي چې د روغتيا په برخه کې د کار په لټه کې شي او موږ باید ټولو ته د کار خوندي چاپیریال برابر کړو.
د افغانستان له ۵۸۵۸ ډاکټرانو له جملې څخه اوس مهال یوازې ۲۲ سلنه يې ښځینه ډاکټرانې دي. همداراز د هیواد د روغتیاپالانو له ۵۵۹۹ شمیر څخه ۲۱ سلنه یې ښځې جوړوي. دامهال ۱۱۰۳۷ تنه د ټولنې رورغتیايي ښځینه کارکوونکي روغتیايی اساسي خدمتونو او روغتیايی تعلیمات ښځوته په ټول هواد کې وړاندې کوي.
https://avapress.com/vdcbwfb8zrhb5sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته