دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 123717
طالبان د ګرشک پلانونه درلود
په دې بريد کې ۵ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۱۲ تنه نور ژوبل دي.
د هلمند اپراتيفي قومندان جنرال عبدالجبار قهرمان وايي: د سې شنبې په ورځ وسله والو طالبانو د ګرشک پر امنيه قومندانۍ او د ولسوالۍ پر ودانۍ بريدونه پيل کړي.

هغه وايي: طالبانو پلان درلود چې د ګرشک ښار سقوط کړي خو د امنيتي ځواکونو د چټک غبرګون سره مخ شول.

په ګرشک کې لسو ځان وژونکو ۴۸ ساعته جګړه وکړه چې ټول د امنيتي ځواکونو لخوا ووژل شول.

جنرال عبدالجبار قهرمان په ګرشک کې خبريالانو ته وويل: د سې شنبه سهار د لسو تنو په شاخوا کې ځان وژونکو بريدګرو د ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ ودانيو باندې بريدونه پيل کړل.

د ګرشک امنيه قومندانۍ کې د بريدګرو هغه څلور جسدونه هم خبريالانو ته وښودل شول چې وژل شوي دي.

بريدګر د پوليسو له يونيفورم په ګټې اخيستنې له دوه خواو پر ولسوالۍ او امنيه قومندانۍ مقام بريدونه پيل کړي و، چې پر امنيه قومندانۍ بريدګر پر هماغه ورځ وژل شول خو ولسوالۍ ته څېرمه ودانۍ کې يو شمېر ځان بريدګرو ۴۸ ساعته جګړه وکړه

جنرال عبدالجبار قهرمان وايي: ټول بريدګر بهرنيان وو، دوی غوښتل چې د ګرشک لوی پُل ونړوي او ښار ته سقوط ورکړي، خو د امنيتي ځواکونو د چټک غبرګون سره مخ شول او د دوی هڅه شنډه شوه.
نوموړی وايي، په دې بريد کې ۵ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۱۲ تنه نور ژوبل دي.

اپراتيفي قومندان جنرال قهرمان وايي، ګرشک کې په کافي اندازه امنيتي سرتيري شته خو د نه همغږۍ له امله دلته وخت نا وخت امنيتي ستونزې پيدا کېږي. هغه وايي، تر ټولو لومړی کار به يې دغلته د امنيتي ځواکونو تر منځ د يووالي او همغږۍ مرکز جوړول وي.

ګرشک چې په هلمند کې تر ټولو ستراتيژکه ولسوالۍ ده، له تېرو څو مياشتو راهيسې پکې نا امنۍ زور اخيستی چې کله کله د دولت وسله وال مخالفين د ولسوالۍ تر بازار هم راورسېږي.

په ټوله کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي هغه لوی لامل دی چې د شننونکو په باور هلمند کې يې امنيتي ستونزې ډېرې کړي دي.
https://avapress.com/vdcgqw9quak9xu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته