دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 255989
په کابل کې ډله ییز ودونه
په کابل ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې مسئولینو د «سماع فریشتګان» تر سرلیک لاندې د ۲۲ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره کړل. د دوی په وینا؛ د اسلام له نظره په اسانه واده ټینګار شوی او دا مهم کار د اسراف مخه نیسي. په ورته وخت کې، د دې جشن ګډونوال د دا ډول غونډو د ترسره کولو هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې ډله ایز ودونه په ټولنه کې په "کلتور" بدل کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د شهدا خیریه بنسټ نن پنجشنبه (د سرطان ۳۰ مه) په کابل کې د افغانستان د شیعه علماوو د مشر په حضور کې د ۲۲ ځوانو جوړې د واده مراسم ترسره کړل. پدي غونډه کي دیني عالمان، ښوونکي، د پوهنتون استادان او د هغو جوړو کورنیو غړي په پروګرام کې یې برخه اخیستې وه.
 
غلام صفري; د شهدا خيريه بنسټ مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: موږ وتوانيدلو چې د ٢٢ ځوانانو د ډله ييز واده مراسم جوړ کړو.
 
هغه د دې خبرې په کولو سره چې د دې غونډې په ترسره کولو سره مو د اسراف فکلتور ننګ کړ، وې ویل: د قرض الحسنه صندوق په مرسته دغو جوړو ته ۳۹ مهرونه ورکړل شوي دي. هغه وویل؛ شهدا خیریه بنسټ توانیدلی چې په زرګونو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې وویشي، په داسې حال کې چې موږ د بې وزلو سره مرسته کول خپله دنده ګڼو.
 
له بلې خوا د افغانستان د شیعه علماو د شورا مشر ایت الله صالحی معتصم چې په دغه جشن کښې حاضر وو د غدیر خم د اختر د رارسیدو په مناسبت حاضرینو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې وویل: اسلام او پیغمبر (ص) د اسان واده کولو توصیه کړي دي.
 
هغه زیاته کړه: هغه کورنۍ چې په ډله ایزه توګه د ودونو په ترسره کولو موافقه کوي غوره کار کړی او خدای (ج) دې د داسې نیکو حلکو مرسته وکړي.
 
د افغانستان د شیعه علماو د شورا مشر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې وویل: په داسې سختو حالاتو کښې چې اوس د افغانستان خلک متاثره دی.
 
د کابل پوهنتون یو استاد وویل: اسلام او پیغمبر حضرت محمد (ص) ټینګار کوي چې واده باید په آسانۍ سره ترسره شي.
 
دده په اند؛ زموږ خلک باید دې کچې ته ورسېږي چې خپل ودونه په ګروپونو او د پوهانو او د پوهنتونونو د استادانو په بلنه ولمانځي.
 
وینا کوونکی هغه له خیریه موسسو او نورو خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د ډله ییزو ودونو په تنظیمولو کې مرسته وکړي، څو دا مسئله د یوه دودیز کلتور بڼه خپله کړي.
 
له بلې خوا په دغه جشن کې موجود ناوې او زومونه د دا ډول حلقو د جوړېدو هرکلی کوي او له فرهنګي مرکزونو څخه غواړي چې ډله ییز ودونه په فرهنګ بدل کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم يو فرهنګي مرکز د ۷۰ تنو ځوانانو په ډله ييزه توګه واده کړی و، چې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شو.
 
 
https://avapress.com/vdcdjk0xnyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته