دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۰۹
د مطلب کود : 37163
د عالمانو سراسري شورا دخارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه وکړه
د عالمانو سرتاسري شورا دغه پېښه ددې زندان د غیرقانوني مدیریت له امله بولي او په جدي ډول د خارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخنیوی وشي.
د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړیو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې د بګرام په نظامي مرکز کې قرانکریم او نورو دیني کتابونو ته د سپکاوي د شنیع عمل د کلکې غندنې په ترڅ کې وویل چې د عالمانو سرتاسري شورا دغه پېښه ددې زندان د غیرقانوني مدیریت له امله بولي او په جدي ډول د خارجي زندانونو د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه کوي، تر څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخنیوی وشي.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، ددې شورا اعلامیه د
مولوي محمد سعید له خوا ولوستل شوه چې په هغه کې دارنګه راغلي دي:

*-*شورا په بګرام اډه کې د امریکایي ځواکونو لخوا (قران کریم) او نورو دیني
کتابونو ته د سپکاوي جنایت، نه بښونکی، وحشیانه او انساني ضد عمل په کلکه غندي
او ټینګار کوي چې دغه شیطاني عمل هېڅکله په معذرت غوښتلو نه بښل کیږي، د
نوموړي جنایت عاملین دې ژر تر ژره علني محاکمه او مجازات شي او امریکا او ناټو
دې هم تضمین ورکړي چې په راتلونکي کې څوک د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي
جرأت ونشي کولای، البته د افغانستان د عالمانو سراسري شورا د افغانستان د
اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په مشرۍ د جهادي رهبرانو او نورو ملي شخصیتونو په
فوق العاده غونډه کې وروستی نیول شوی تصمیم، تائیدوي.

- د عالمانو شورا او د افغانستان د اسلامي دولت مسؤولینو په وار وار د هغو
زندانونو د وضعیت په اړه چې د بهرنیانو له خوا اداره کیږي، اندېښنه ښوولې او
اړوندو افغان مسؤولینو ته ددغو زندانونو د مسؤولیتونو د لېږد او د شپې لخوا د
عملیاتو د بندولو، تلاشیو او د خپل سرو افغانانو د نیولو غوښتنه یې کړې ده، خو
بهرنیانو د افغانانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د عالمانو سرتاسري شورا په بګرام زندان کې قرانکریم او نورو دیني کتابونو ته
سپکاوی د همدې غیر قانوني مدیریت له امله بولي او په جدي ډول د خارجي زندانونو
د بندولو او د افغانستان حکومت ته د زندانیانو د برخلیک د سپارلو غوښتنه کوي،
تر څو په راتلونکي کې د ورته پېښو د تکرار مخنیوی وشي.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د عالمانو د سراسري د پرېکړه لیک له اورېدو
وروسته، هغه یو جامع پرېکړه لیک وباله او د افغانستان د عالمانو د مدیریت،
پوهې او دین ساتنې له امله یې مننه وکړه. حامد کرزي وویل چې په تېرو لسو کلونو
کې یې په وار وار له بهرنیانو څخه غوښتي چې د افغانستان د مسلمانو خلکو دیني
معتقداتو، اسلام پالنې او رسم و رواجونو ته احترام وکړي. جمهور رئیس وویل: د بګرام
پېښه د افغانستان د خلکو د برحقه احساساتو د راپارېدو لامل شوه او موږ د
افغانستان د عالمانو د سراسري شورا او بګرام نظامي مرکز ته د لېږل شوي پلاوي
غوښتنې امریکايي چارواکو ته ورسولې. وروسته د افغانستان د عالمانو د سراسري
شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف په هېواد کې د وروستیو پېښو د یادونې په ترڅ
کې وویل چې د افغانستان دودیزې لویې جرګې ۷۶ماده اییز پرېکړه لیک صادر کړ او
په هغه کې په وضاحت سره راغلي چې بهرنیان باید په بشپړه توګه د افغانستان ملي
حاکمیت ته درناوی وکړي او دا په دې معنی ده چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د شپې
عملیات ودرول شي او هغوی په افغانستان کې د زندان درلودلو حق نه لري.#
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxznx.23nq-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته