دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 95892
په خوګياڼو کې ځانمرګي بريد دوه سيمه ييز پوليس شهيدان او يو ټپي کړ.
ولايت مقام ته د امنيتي ادارو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې نن سهار شاو خوا اته بجې او پنځه لس دقيقې د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پوستې مخې ته ځانمرګی بريد رامنځته شوی ، چې له امله يې دوه سيمه ييز پوليس شهيدان او يو ټپي شوی .
د معلوماتو له مخې ځانمرګی بريد کوونکی پلی و او کله ، چې يادې پوستې ته نږدې شو ځانته يې چاودنه ورکړه.
د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين په ياد پېښه ژوره خواشينې ښودلې شهيدانو ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې او په ورته وخت کې يې امنيتي موظفينو ته لارښوونه کړې ، چې د دې بريد تنظيموونکي پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcauano.49nmo1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته