دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 125649
جمهور رئیس غني د پوهنې د کمپیوټري ارزونې پروګرام طراح خپل حضور ته ومانه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته ” د پوهنې دکمپیوټري ارزونې پروګرام “ طراح تمیم عیسی زاده چې د افغانستان په استازیتوب یې د امریکا د مخترعانو انجمن له لوري د معلوماتي فن اوري نړیوالو سیالیو کې د ۱۶۵ هېوادونو په منځ کې وروستي پړاو ته لار موندلې وه، وستایه.

په پیل کې تمیم عیسی زاده له جمهور رئیس څخه ځوانانو ته دپاملرنې او ملاتړ له امله مننه وکړه او وې ویل، دا طرحه د ښوونکو او د زده کوونکو د والدیونو تر منځ همغږي رامنځته کوي، تر څو والدین وکولای شي په لږ وخت کې د خپلو اولادونو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

تمیم عیسی زاده وویل، یادې سیالۍ ته د ۱۲۰۰ وړاندې شویو طرحو له جملې څخه د نوموړي طرحې وروستي پړاو ته لاره ومونده او په دې پړاو کې د پرمختګ لپاره د هېوادوالو ملاتړ او رای ته اړتیا لري.

د هېواد جمهور رئیس د تمیم عیسی زاده د دغه نوښت د قدرداني په ترڅ کې وویل، هغه ځوانان چې په علمي طرحو سره په نړیوالو سیالیو کې مقام ګټي، د خلکو او دولت ملاتړ ترلاسه کوي.

جمهور رئیس څرګنده کړه، سره له دې چې ځینو ځوانانو په سختو شرایطو کې هېواد پرېښود، مګر یو شمېر ځوانان لا هم  په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د مطرح کولو لپاره هلې ځلې کوي.

محمد اشرف غني له هېوادوالو وغوښتل چې د تمیم عیسی زاده د دغه نوښت او طرحې د ملاتړ په خاطر هغه ته رایې ورکړي.

https://avapress.com/vdcc0pqso2bqie8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته